۲۰۱۷یورووېژن سیالیو ته روسۍ سندرغاړې نه پرېښودل کېږي

د عکس سرچینه، CHANNEL ONE RUSSIA/ EVN
اوکرایین روسۍ سندرغاړې جولیا سامويلووا په ۲۰۱۷ یوروېژن سيالیو کې له ګډونه له دې کبله منع کړې، چې په ۲۰۱۴ کال یې کریمیا ته په ناقانونه توګه سفر کړی و.
د سندرو په دغو هنري سیالیو کې له روسيې برخه اخيستونکې اوویشت کلنه سامویلووا د درو کلونو لپاره اوکرایین ته له ورتګه منع شوې ده.
په پام کې ده چې په راتلونکې مې میاشت کې د اوکرایین پلازمېنه کییف د یوروېژن سیالیو کوربه توب وکړي.
سامویلووا وايي، کریمیا ته له لاه وړاندې تللې او هلته یې په ۲۰۱۵ کال د سندرو یوه مېله هم جوړه کړې وه.
د اروپايي رادیويي خپرندویه ټولنه، چې دغه سیالي جوړوي وايي، ددغه دریځ په اړه "ډېر ناهیلي شوي".
دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي "باید د کوربه هېواد د کورنیو قوانینو درناوی وکړو، خو ددغې پرېکړې په اړه موږ ډېر نهیلي شوي یو؛ ځکه چې د سیالۍ له روح او مفکورې سره په ټکر کې ده".

د عکس سرچینه، AP
وايي له اوکراییني چارواکو سره یې د ټولو هنرمندانو د ګډون او د خپلو هنرونو د ښودلو په تړاو خبرې پیل کړې دي.
دا خبر داسې مهال خپور شوی، چې جګپوړو روسي چارواکو له یادې پېښې سره د پرېکون غوښتنه کړې ده.
د روسیې او اوکرایین ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې د اوکرایین په ختیځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښته.
اوکرایین تېر کال په سویډن د خپلې سندرغاړې جامالا تر بریا وروسته د دې سیالۍ کوربه توب کوي.
جامالا په ۱۹۴۴ نامه سندره وویله، چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د روسي مشر جوزیف ستالین له خوا د کریمیا د تاتارو ډله ییزې لېږدېدنې په اړه و.
د اوکرایین امنیتي بنسټ لږترلږه پر ۱۴۰ نورو روسي هنرمندانو بندیز لګولی دی.
سامویلووا څوک ده؟

د عکس سرچینه، CHANNEL ONE RUSSIA/ EVN
- دغه سندرغاړې- سندره لیکونکې د ۱۹۸۹ کال اپرېل کې د روسیې اوختا کې زیږېدلې
- د هغې (اور کې لمبه) سندره لیونیډ ګوتکین کمپوز کړې ده
- دغه روسۍ سیالي کوونکې له ماشومتوبه د معلولانو څوکۍ کې ګرځي، ځکه چې د ملا تیر یې ستونزه لري او عصبي ګډوډي لري
- نوموړې د ۲۰۱۳ کال د روسیې ایسک فکټور سیالۍ کې پاتې کېدونکې سندرغاړې وه او د ۲۰۱۴ کال سوچي ژمني پارالمپیک سیالیو د پرانیستلو مراسمو ښه وځلېده.








