۱۲ کلنه روسۍ نجلۍ د سېلفي اخیستو قرباني شوه

اوکسانا

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، اوکسانا خپلې مور ته ویلي د چکر په نیت روانه وه، خو ترې وړاندې یې غوښتل سېلفي واخلي.

يوه روسۍ ۱۲ کلنه نجلۍ د سېلفي تصویر د اخيستو پرمهال له بالکون څخه لوېدلې او مړه شوې ده. د راپورونو له مخې اوکسانا په ۱۷م پوړ کې د خپل اپارتمان د بالکون په ژۍ ناسته او سېلفي تصویر يې اخيستی چې په دې وخت کې يې توازن له لاسه ورکړی او ځمکې ته غورځېدلې.

په وروستيو کلونو کې په خطرناکو ځايونو کې د سېلفي عکسونو اخيستل د ټولنيزو شبکو په لېونتوب بدل شوی چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په ټولنيزو شبکو شريکېږي.

اوکسانا خپلې مور ته ویلي د چکر په نیت روانه وه، خو ترې وړاندې یې غوښتل سېلفي واخلي.

هغې خپل دا انځور خپلې ملګرې ته استولی، چې د پولیسو په وینا، تر عکس اخیستو وروسته یې د بدن انډول له لاسه ورکړی او لاندې ځمکې ته رالوېدلې ده.

د رپوټونو له مخې، د هغې ملګرې پوی شوې چې ګني هغه په یوه خطرناک ځای کې ده، همدا ده چې هغې ته یې د زنګ وهلو هڅه کړې ده.

تېر کال د سېلفي له کبله د مړینو تر شمېرو خپرېدا وروسته، روسي حکومت د پوهاوي داسې کمپاین پیل کړ، چې په خطرناکو ځایونو کې باید سېلفي عکس وانخیستل شي.

د عکس سرچینه، Russian Ministry of International Affairs

د عکس تشریح، تېر کال د سېلفي له کبله د مړینو تر شمېرو خپرېدا وروسته، روسي حکومت د پوهاوي داسې کمپاین پیل کړ، چې په خطرناکو ځایونو کې باید سېلفي عکس وانخیستل شي.

خو کله چې هغې ځواب نه دی ورکړی، ملګرې یې دا انځور د اوکسانا مور ته داسې مهال استولی، چې اوبه تر ورخ تېرې شوې دي.

د دغې ۱۲ کلنې نجلۍ مړی د پلي کسانو د تېرېدو په یوه لاره کې موندل شوی، خو اخیستل شوی سېلفي تر اوسه نه دی خپور شوی.

د سیلفي اخیستونکو د مړینې شمېر کال تر بله لوړېږي، خو څېړونکي وايي حل لار یې شته.

په وروستیو کلونو کې د سېلفي اخیستو پرمهال ګڼې خطرناکې او ان مرګونې پېښې رامنځ ته شوې.

تېر کال د سېلفي له کبله د مړینو تر شمېرو خپرېدا وروسته، روسي حکومت د پوهاوي داسې کمپاین پیل کړ، چې په خطرناکو ځایونو کې باید سېلفي عکس وانخیستل شي.

په وروستۍ پېښه کې روسیه کې ۱۷ کلن ډرېوسیک وروسته تر هغه ومړ، چې د سېلفي اخیستو پرمهال له نهه پوړیزې ودانۍ راولوېد.

د اوکسانا تره پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: "هغه یوه صمیمي نجلۍ وه. هغه یوه نازدانه زده کوونکې وه، په ښوونځي کې یې هېڅ ستونزه نه لرله. هغه به د نڅا او انګلیسي ژبې د زده کولو کورس ته تلله. "

د امریکا په متحده ایالتونو کې څېړونکي د داسې یوه کاریال د پنځولو لټه کوي چې سیلفي اخیستونکو ته د خطر خبرداری ورکړي.

د څېړونکو موندنې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې ۱۵، په ۲۰۱۵ کال کې ۳۹ او د ۲۰۱۶ په لومړيو اتو میاشتو کې ۷۳ سیلفي اخیستونکي مړه شوي دي.

ځینې کسان پر خواله رسنیو د انځورونو خپرولو لپاره په مرګونو ځایونو کې سېلفي انځورونه اخلي

د عکس سرچینه، Instagram

د عکس تشریح، ځینې کسان پر خواله رسنیو د انځورونو خپرولو لپاره په مرګونو ځایونو کې سېلفي انځورونه اخلي
په وروستیو کلونو کې د سېلفي اخیستو پرمهال ګڼې خطرناکې او ان مرګونې پېښې رامنځ ته شوې.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په وروستیو کلونو کې د سېلفي اخیستو پرمهال ګڼې خطرناکې او ان مرګونې پېښې رامنځ ته شوې.