ډېزني د سېلفي ډنډو پر کارولو بندیز ولګاوه

د ډېزني شرکت ویلي وروسته له دې به یې د ساعت تېرۍ په پارکونو کې د سېلفي ډنډو په کارولو بشپړ بندیز وي.
دوی ویلي دا ګام یې د امنیتي اندېښنو له کبله پورته کړی.
د ډېزني شرکت ویاند ویلي د عکس اخېستو لپاره د اوږدو ډنډو کارول نه یوازې د سیلانیانو بلکې د کارکوونکو لپاره هم خطر دی.
دا بندیز به د ډېزني شرکت په ټولو هغو پارکونو کې سر له نن نه (جون ۳۰) عملي شي چې په امریکا کې دي.
د سېلفي یا خپل عکس اخېستو لپاره د ډنډو کارول په دې وروستیو کې ډېر دود شوي.
د ډنډې په کارولو تاسو کولی شئ له یوې ښې زاویې عکس واخلئ خو د ډېرو اندېښنه دا ده چې د عکس اخېستو پر مهال په ناپامۍ کېدلی شي درسره نژدۍ څوک په ډنډه ولګېږي او خوږ شي.
د ډېزني پارکونو یا تفرېح ځایونو ته له راتلونکیو خلکو به وغوښتل شي چې سېلفي سټېک یا ډنډې دې له ادارې سره پرېږدي.
یو شمېر فوټبال کلبونو، د لندن ملي موزیم او د نورو هېوادونو په ګڼو مهمو او پام وړ ځایونو کې د سېلفي ډنډو پر کارولو لا له وړاندې بندیز لګېدلی.








