سیلفي اخیستو پرمهال یې ځان په تومانچه ویشتلی

د عکس سرچینه،

د هند پنجاب ایالت پولیس وايي، یوه تنکي سک د سیلفي انځور اخیستو پرمهال ځان په تومانچې ویشتلی دی.

رمن دیپ سینګ چې د لسم ټولګي زده کوونکی او د پټان کوټ اوسېدونکی دی له خپلې خور سره پر تېلېفون سلفي تصویر لپاره د خپل پلار تومانچه اخیستې وه خو د تصویر په ځای یې ځان ټپي کړ.

په پیل کې هغه سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوی و او اوس د لا ښې درملنې په موخه د لودیانا روغتون ته وړل شوی دی.

ویل کېږي ۱۵ کلن رمن دیپ سینګه نوموړی سخت ټپي شوی دی.

پولیس وايي، دغه زلمي تېره شپه ځان ویشتلی.

وړاندې په فبرورۍ میاشت کې هم یوه ماشوم د اورګاډي په مخ کې د سیلفي اخیستو هڅه کړې وه، چې پایله کې نوموړی مړ شو.

د یوه <link type="page"><caption> راپور</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2015/10/151016_hh-the_selfies-killed-more-than-killed-by-most-sharks" platform="highweb"/></link> له مخې، تېر کال په ګرده نړۍ کې د سیلفي اخیستو پرمهال ۲۵ کسان مړه شوي، چې ډېری یې د هندوستان دي.