د سپتمبر د ۱۱ یاد: امریکا ''نور د خطر وېره نه لري''

د ۲۰۱۰ کال د مې میاشتې تر ۲۸ پورې، د افغانستان هلمند ولایت کې د پلې ګزمې پرمهال د سړک پرغاړې د ماین په چاودنه کې د امریکا د سمندري ځواک د یوه پوځي په وژل کېدو سره، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژل شویو پوځيانو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېد.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د ۲۰۱۰ کال د مې میاشتې تر ۲۸ پورې، د افغانستان هلمند ولایت کې د پلې ګزمې پرمهال د سړک پرغاړې د ماین په چاودنه کې د امریکا د سمندري ځواک د یوه پوځي په وژل کېدو سره، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژل شویو پوځيانو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېد.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د امریکا د فدرالي څېړنو (اېف بي آی) دفتر ویلي، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې له بریدونو وروسته، اوس ددې ورځې په رارسېدو سره، امریکا ''نور د ریښتوني ګواښ وېره نه لري''.

په واشنګټن کې خبریالانو ته ددغې ادارې مشر جیمز کومي وویل، ځینې داسې ګواښونه شته، چې باید وڅارل شي او مخه یې ونیوله شي. شاید د نوموړي اشاره په منځني ختیځ او نورو سیمو کې سخت دریځې ''اسلامي دولت'' ډلې او ''القاعدې'' شبکې ته وي.

بل خوا، د امریکا د ملي امنیت ادارې مشر امیر البحر مایکل روجرز وویل ''له ځینو خلکو اورئ چې د تاریخ د معنا په اړه غږېږي، خو زه نه وایم چې اهمیت به یې د وروستیو ۱۴ کلونو تر اهمیت ډېر وي.''

د تېرې پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۱مه)، د امریکا د عدلیې وزارت په فلوریډا ایالت کې د یوه داسې سړي د نیولو خبر ورکړ، چې په وینا یې غوښتل یې په یوه دېګ کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي د میسوري ایالت په کانساس سیټي کې هغه څلي ته وچووي، چې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د یاد په خاطر جوړ شوی دی.

دغه وزارت دا هم وویل پر شل کلن جوشوا رایني ګولډبرګ د چاودېدونکو توکو په اړه د معلوماتو خپرولو، وسلو او وژونکو توکو د وېشلو تورونه هم دي.

د امریکا متحده ایالتونه د ۲۰۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه په نیویارک او واشنګټن کې د څو خونړیو بریدونو شاهد و، چې دا د امریکا په تاریخ کې پر دغه هېواد تر ټولو لوی او خونړي بریدونه ګڼل شوي، چې نژدې درې زره کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه،

د سپرلۍ څلور الوتکې د دوو برید کوونکو له خوا وتښتول شوې، چې دوې یې په نیویارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر ودانۍ وروجنګولې، یوه الوتکه یې له واشنګټن بهر د دفاع وزارت (پنتاګون) پر ودانۍ وجنګوله، خو څلورمه الوتکه یې د نیویارک او واشنګټن ترمنځ د پنسلوانیا ایالت په لوېدیځه برخه کې له منځه یووړه.

افغانستان

له دغو بریدونو وروسته، القاعدې شبکې د بریدونو پړه ومنله، او امریکا یې پرضد د نړیوال ایتلاف جوړولو هوډ وکړ، همدا وو چې د القاعدې شبکې د ختمولو او د دغې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د وژلو/نیولو په موخه پر افغانستان برید وکړ.

دا په معاصر تاریخ کې د امریکا تر ټولو اوږده او ګرانبیه جګړه وه.

د ۲۰۱۰ کال د مې میاشتې تر ۲۸ پورې، د افغانستان هلمند ولایت کې د پلې ګزمې پرمهال د سړک پرغاړې د ماین په چاودنه کې د امریکا د سمندري ځواک د یوه پوځي په وژل کېدو سره، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژل شویو پوځيانو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېد.

عراق

په ۲۰۰۳ کال امریکا او بریتانیا پر عراق په دې پلمه بریدونه پیل کړل، چې ګني د وخت ولسمشر صدام حسین په مشرۍ اداره د ټولوژنې وسلې لري.

د ځینو رپوټونو له مخې، پر افغانستان او عراق د امریکا د جګړې ټول ټال لګښت تر شپږ ټریلیون ډالرو اوښتی.

د عکس سرچینه،

د افغانستان او عراق امریکايي جګړه ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او ګرانبیه تمامه شوه.

د ویتنام امریکايي جګړه کې یو میلیون او سل زره کسان ووژل شول، درې میلیونه ټپیان شول او نژدې ۱۳ میلیون بې ځایه شول، خو ۵۷۵۲۲ امریکایان پکې ووژل شول.