کندهار والي: پر مېلمستون برید د طالبانو کار و
د افغانستان سوېلي ولایت کندهار والي همایون عزیزي، چې فرانسه کې له درملنې راستون شوی، وايي د کندهار پر ولایتي مېلمستون خونړی برید د طالبانو کار و.
نژدې دوه میاشتې وړاندې د کندهار د والي پر مېلمستون برید وشو، چې د عربي متحده اماراتو د پنځو ډيپلوماټانو په ګډون لږترلږه ۱۹ کسان پکې ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.
په چاودنه کې افغاسنتان کې د اماراتو ټپي شوي سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي هم ساه ورکړه.
د برید پړه تر اوسه هېڅ کومې ډلې یا چا نه ده منلې.
کندهار والي همایون عزیزي چې په دغه برید کې ټپي شوی و او د درملنې لپاره فرانسه کې و، تېره شپه افغانستان ته راستون شو.
ښاغلي عزیزي د بي بي سي له خبریال عصمت بهیر سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي، مېلمستون ته په هغه ورځ د مېلمنو له راتګه نژدې ۲۰ دقیقې وروسته دوې چاودنې وشوې.

د عکس سرچینه، EPA/KANDAHAR GOV OFFICE
دی وايي، داسې شواهد شته، چې دغه کار طالبانو کړی او له افغانستان بهر سمبال شوی و.
نوموړی زیاتوي، طالبانو له برید وروسته پر خپلې وېبپاڼې د برید په تړاو معلومات خپاره کړل، چې ګني دا کار د دوی دی، خو کله چې خبر شول د عربي متحدو اماراتو ډیپلوماټان هم پکې وژل شوي، له دغه هېواد سره یې د خپلو اړیکو د ترینګلتیا د مخنیوي په پار خبر له وېبپاڼې لرې کړ.
تر اوسه په رسمي ډول ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
د کندهار والي وايي، له شک پرته د ولایت د دفتر د ننه ځینو کسانو له دغې ډلې سره د برید په سمبالښت کې همکاري کړې ده. ښاغلي عزيزي وايي د چاودنې په تر سره کولو کې له طالبانو سره هغو امنیتي چارواکو چې د کندهار ولایت مقام امنیت ساتل یې پر غاړه و او د ولایت یو شمېر کارکوونکو هم همکاره کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Social Media
د افغان ولسمشر دفتر هم څه کم یوه میاشت وړاندې وویل، د کندهار د والي پر مېلمستون یې د برید په تړاو ۲۰ مشکوک کسان نیولي چې د برید لپاره یې د لارې هواري کې مرسته کړې ده.
د کندهار والي وايي: "سمه ده چې دښمن برید سمبال کړی و، خو په موږ کې موجودو کمزوریو له دوی سره د خپل ناوړه پلان په عملي کولو کې همکاري کړې ده".
نوموړي ځینې امنیتي کسان پخپلو دندو کې پر بې غورۍ تورن کړل چې په وینا یې، کار ته له ستنېدا وروسته به په دې ولایت کې د امنیتي تشو د ډکولو لپاره ګام پورته کړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي وو، د پېښې په اړه څېړنو په ډاګه کړې ده، چې په دې برید کې کارول شوي چاودېدونکي توکي تر صندلۍ لاندې ځای پرځای کړل شوي وو، چې تر اوسه په هېڅ کوم بل برید کې دا ډول کار نه و شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کندهار د والي پر مېلمستون برید کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي هم د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه. په دغه چاودنه کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د افغانستان مشرانو جرګې یو سناتور سراج الدین صفري، د ولسي جرګې غړی بازمحمد جوزجاني، د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکو رییس شاه احمد سعید او امریکا کې د افغانستان ډیپلومات یما قریشي هم وژل شوي دي.
د والي په میلمستون کې په یاد چاودنه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او په کندهار کې د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی هم ټپی شوی و، چې له ټپي کېدو څو ورځې وروسته په هندوستان کې مړ شو.









