کندهار چاودنه کې د متحده عربي اماراتو ټپي شوی سفیر ومړ

د عکس سرچینه، AP
د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، د افغانستان کندهار ولایت کې د دغه هېواد ټپي شوي سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د ټپونو له کبله د چارشنبې پر ورځ ساه ورکړه.
ښاغلی الکعبي د تېرې جنورۍ پر ۱۰مه د کندهار د والي دفتر کې د ننه په یوې چاودنې کې ټپي شوی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د دغه هېواد له خلکو او دولت سره یې غمشریکې کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې په خپرو لیکلي، چې د متحده عربي اماراتو سفیر د سولې او پرمختګ لپاره تر ټولو لویه قرباني ورکړه او د افغانستان خلک به يې هېر نه کړي. ولسمشر غني ویلي "متحده عربي اماراتو په ډيپلوماتانو برید له دغه هېواد سره زموږ اړیکې نشي زیانمنولی ".

د عکس سرچینه، ARG
دغه چاودنه کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماتان د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د افغانستان مشرانو جرګې یو سناتور سراج الدین صفري، د ولسي جرګې غړی بازمحمد جوزجاني، د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکو رییس شاه احمد سعید او امریکا کې د افغانستان ډیپلومات یما قریشي هم ووژل شول.
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمشریکي څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، EPA/KANDAHAR GOV OFFICE

د عکس سرچینه، AP
د اماراتو سفیر کندهار ته د یوه دارلایتام د بنسټ ډبرې اېښودلو لپاره تللی و چې د چاودنې پر مهال د کندهار والي همایون عزیزي په مېلمستون کې د ماښامنۍ په خوړلو بوخت ول.
د اماراتو د امیر د چارو اړوندې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په ډېرې خواشینۍ سره د هېواد د شهید شوي بچي مړینه اعلانوو. نوموړي د انسانیت لپاره خپل پاک روح قربان کړ."
طالبانو پېښه کې لاس لرل رد کړل او لامل یې دولت کې خپل منځي اختلافات وبلل.
خو وروسته افغان چارواکو اعلان وکړ چې د دوی څېړنې ښيي چې د کندهار برید له هېواده بهر طراحی شوی و او پړه یې پر طالبانو واچوله.

د عکس سرچینه، AJ
افغان ولسمشر هم ویلي، دا ډول پېښې له ترهګرۍ سره "د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو عزم او اراده پیاوړې کوي. "
متحده عربي امارات د افغانستان د بیارغونې په برخه کې یو له تر ټولو لویو مرسته کوونکو هېوادونو دی. بله خوا په زرګونو افغانان هم دغه هېواد کې په بېلابېلو کارونو او سوداګرۍ بوخت دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو چارواکو سره د پېښې د بشپړې څېړنې ژمنه کړې ده.








