اتمر وايي د کندهار برید د طالبانو کار دی
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي د والي په ملمیستون کې وروستۍ چاودنه د طالبانو کار دی.
طالبانو ویلي په دغې پیښه کې لاس نه لري خو ښاغلی اتمر چې کندهار ته د دغې پېښې څېړلو لپاره تللی وايي، د کابل او هلمند د وروستیو ځانمرګو بریدونو په څېر د کندهار چاودنې مسؤولیت هم د دغې ډلې پرغاړه دی.
نوموړی وایي، د کندهار د وروستي برید سپیناوی د افغان حکومت لپاره خورا مهم دی او رېښه به یې پیدا کوي.
ښاغلي اتمر کندهار ته د خپل یو رسمی سفر پر مهال رسنیو ته وویل، د دغه برید د پلټنو لپاره به د ولسمشر په امر یو پیاوړی مسلکي ټیم وګوماري.
حنیف اتمر ویلي"لومړنۍ نښې نښانې ښيي، دغه برید له هېواد نه بهر زموږ د بهرنیو دښمنانو په ملاتړ تنظیم او زموږ پر هېوادوالواو ډېرو درنو میلمنو ترسره شوی".
تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
بل لور ته یوې معتبرې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې یوه اونۍ وړاندې یې داسې رپوټونه تر لاسه کړي وو، چې د حقاني شبکه په کابل، هلمند او کندهار کې د بریدونو پلان لري.
حنیف اتمر د کابل، هلمند او کندهار بریدونه په یوه بل پورې تړاو لري او وايي، دا ناڅاپي پېښې نه دي.
اتمر وویل "وسلوالو طالبانو په کابل کې ښځې او ماشومان ووژل او د برید مسوولیت یې په زغرده و مانه، خو برعکس د کندهار د برید له مسولیت نه مني، خو زه دا وایم د دغو ټولو بریدونو مسوولیت د وسلوالو پر غاړه دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي په خبره د دغو کسانو لپاره موږ یوازې یوه لاره غوره کړې، چې وايي هغه د مبارزې لاره ده.
هغه همداراز وویل، یو شمېر وژل شوي کسان پېژندل شوي او ځینې نور چې ډېر سوځېدلي له ډي این اې معایناتو وروسته به یې مړي کورنیو ته وسپارل شي.
چاودنه د سې شنبې پر ورځ شاوخوا ۷ بجې د کندهار والي په مېلمستون کې هغه مهال وشوه چې د اماراتو سفیر او نورو ډیپلوماتانو په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي د ښاغلي عزیزي مېلمانه وو.
د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي اتمر وویل، د پلټنو مهم ټکی به دا وي، چې بریدګر څنګه وتوانېدل د والي کور لار ومومي او په کومه برخه کې زموږ امنیتي ځواکونو تېروتنه کړې.
ښاغلي اتمر زیاته کړه، دغه برید کې له داسې چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی، چې افغانستان کې مخینه نه لري.
د کندهار امنیه قومندان بي بي سي ته ویلي و؛ چاودېدونکي توکي په کَوچ (فرنېچر) کې ځای پرځای شوي و.

د عکس سرچینه، NSC
دغه امنیتي چارواکي پخپله هم په دې مېلمستون کې و او له چاودنې روغ وتلی وایي؛ څو دقیقې وړاندې د لمانځه لپاره له خپل ځایه پورته شو چې ورپسې چاودنه وشوه.
کندهار ته تللي پلاوي و منله، چي د کابل د وروستي برید پر مهال افغان امنیتي ځواکونو تېروتنه کړې، ځکه دروند زیان واوښت، خو زیاته یې کړه، چي باید د پرونیو درېیو بریدونو له تېروتنو زده کړه وکړو.









