''وسلوالو طالبانو د سولي پر غونډه برید کړی''

د عکس سرچینه، AP
هلمند کې ځايي چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو نن د لښکرګاه ښار په مرکزي برخه کې پر هغه غونډه ځانمرګي برید کړی، چې د ملي امنیت او د طالبانو د بېلي شوي ډلې یو شمېر مشرانو په کې ګډون درلود.
د دغه ولایت ویاند عمر ځواک بیا وایي، په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د هلمند امنیه قومندان وایي، په دغه برید کې اووه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، خو دا چي وژل شوي او ټپیان څوک دي، د پولیسو دغه مشر یې په اړه بې خبري ښیي.
بل لور ته د ملا محمد رسول د ډلې یوه سرچینه د ځانمرګي برید موخه د دوي ملګري یادوي او زیاتوي د دوی یو ملګري ملا ابراهیم ټپي شوی دی.
د یوې امنیتي سرچینې په خبره په دغه برید کي د هلمند لپاره د ملا محمد رسول د ډلې والي ملا ابراهیم او یو بل مشر ملا اوربل وژل شوي او د ملا الماس په نوم قومندان ټپي شوی دی.
ځواک د یوې پوښتني په ځواب کې وویل، وژل شويو او ټپیانو ملکي جامې اغوستې دي، خو دا یې و نه ویل، چې څوک دي .
راپورونه ښي، چې غونډه د ملي امنیت او د طالبانو د بیلې شوې ډلي د مشرانو تر منځ د سولې په اړه روانه وه.
وسلوالو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا کوي، چې د ملي امنیت پر یوه ځانګړې غونډه یې برید ترسره کړی او د لسګونو کسانو د وژلو خبره کوي.








