د کندهار چاودنې مرستیال والي، د ملي شورا غړي او د اماراتو ډیپلوماتان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
عربي متحده اماراتو دولت تایید کړې چې د افغانستان سوېل په کندهار کې د تېرې سه شنبې ورځې (جدي/مرغومي ۲۱مه) په بمي برید کې یې پنځه ډیپلوماتان وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وایي؛ په دغه چاودنه کې مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د افغانستان مشرانو جرګې یو سناتور سراج الدین صفري، د ولسي جرګې غړی بازمحمد جوزجاني، د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکو رییس شاه احمد سعید او امریکا کې د افغانستان ډیپلومات یما قریشي هم وژل شوي دي.
متحده عربي اماراتو ویلي؛ دغه کسان د "بشردوستانه، تعلیمي او پرمختیایي" طرحو پلې کولو لپاره ورغلي و.
عربي متحده اماراتو درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی. د اماراتو امیر شیخ خلیفه بن زیاد امر کړی چې ددوی د وژل شویو اتباعو په درناوي دې ددغه هېواد بیرغ نیم ځوړند وي.
د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق د چهارشنبې په ورځ (جدي/مرغومي ۲۲مه) خبریالانو ته وویل؛ په دې بمي برید کې د دولتي چارواکو او بهرنیو ډیپلوماتانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او د کندهار والي او د متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون ۱۸ کسان ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د وژل شوو شمېره ۱۲ تنه یاده کړه.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
ښاغلي رازق زیاته کړه؛ د والي همایون عزیزي او د اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي او د هغه ژباړن او یوه ساتونکي په ګډون د ټولو ټپیانو وضعیت ښه دی.
چاودنه تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د کندهار والي په مېلمستون کې هغه مهال وشوه چې د اماراتو سفیر او نورو ډیپلوماتانو په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي د ښاغلي عزیزي مېلمانه وو.
د کندهار امنیه قومندان وویل؛ چاودېدونکي توکي په کَوچ (فرنېچر) کې ځای پرځای شوي و.
دغه امنیتي چارواکي پخپله هم په دې مېلمستون کې و او له چاودنې روغ وتلی وایي؛ څو دقیقې وړاندې د لمانځه لپاره له خپل ځایه پورته شو چې ورپسې چاودنه وشوه.
"تر پېښې درې، څلور دقیقې وړاندې زه ماسخوتن لمانځه ته لاړم. زه او والي صاحب سره نژدې وو، سفیر صاحب هم زموږ سره نژدې و، خو هغه معاون صاحب د ولایت [عبدالعلي شمسي] او د جوزجان وکیل صاحب زما څنګ ته ناست و او یما قریشي مې بل بغل ته ناست و."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي رازق وویل؛ داسې راپورونه یې ترلاسه کړي و چې حقاني شبکې او د پاکستان استخباراتو (آی اس آی) له څه مودې راهیسې د کندهار نظامي شورا د غړو لمنځه وړلو هڅه کوي.
"بېلابېل راپورونه و چې دا به موتر بم وي یا به بل څه وي، خو په پایله کې دوی ځکه لاسرسی پیدا کړ چې هلته ولایت کې د بیارغونې کارونه پیل شوي و، دوی له کارګرو ګټه پورته کړه او د هغوی له لارې دا کار یې سرته ورسوه."
د کندهار امنیه قومندان وویل؛ څلور کسان د پېښې په تړاو نیول شوي، خو نور جزییات به یې راتلونکو ورځو کې روښانه شي.
د هغه په وینا د کندهار ولایت رغنیزو چارو کې نژدې ۳۰ کارګرو کار کاوه.

د عکس سرچینه، EPA/KANDAHAR GOV OFFICE
طالبانو وړاندې ویلي چې دوی د کندهار خونړۍ چاودنې تر شا نه دي او ادعا یې کړې چې "دا سیمه ییز کورنی رقابت دی."
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي؛ د کندهار پېښې د څېړلو لپاره د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړپوړی دولتي پلاوی کندهار ته خوځېدلی.
د عربي متحده اماراتو سفارت پر خپل ټویټر لیکلي چې سفیر او د اماراتو ډیپلوماتان د یوه دارالایتام د بنسټ ډبرې کېښودو لپاره کندهار ته تللي و.

د عکس سرچینه، Nsc

د عکس سرچینه، UAE EMBASSY KABUL

د عکس سرچینه، UAE EMBASSY KABUL









