ناټو، افغانستان او امارات د کندهار برید څېړنه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي، د افغانستان، عربي متحده اماراتو او د ناټو ګډو کارپوهانو د کندهار د خونړي برید په اړه څېړنه پیل کړې ده. په برید کې د اماراتو ۵ ډیپلوماتان او ۷ افغانان ووژل شول.
د ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو لومړني معلومات ښيي چې دا برید له افغانستان نه بهر سمبال شوی و.
د افغان څارګرې ادارې په وینا، ددغه برید لپاره د پاکستان بلوچستان کوټې پر لار د "مولوي احمد کندهاري" په نامه مدرسه کې پلان جوړ شوی و.
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، خپلې څېړنې به له افغانانو او نړیوالو سره شریکې کړي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار د والي مېلمستون کې چاودنې د عربي متحدو اماراتو پنځه ډیپلوماتان ووژل او ددغه هېواد سفیر یې ټپي کړ.
د کندهار د ټولو وژل شویو شمېر ۱۲ ته لوړ شو او د ټپیانو شمېر ۱۴ و.
د کندهار له برید سره هم مهاله، کابل کې هم ځانمرګي برید لږترلږه ۳۸ افغانان ووژل او ۸۶ نور یې ټپيان کړل.
په هماغه ورځ هلمند کې هم ځانمرګي برید ۷ کسان ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.
افغان دولت ددغو بریدونو په تړاو دوه ورځې عمومي ویر اعلان کړ. کوي









