د پاریس د بریدونو تښتېدلی تورن 'نیول شوی'

د عکس سرچینه، Policia de Belgica
رپوټونه وايي، په تېر نومبر کې د پاریس د خونړیو بریدونو اصلي مشکوک تورن محمد ابریني نیول شوي.
د بلجیم رسنۍ وايي، نوموړی بروکسل کې د بروکسل د بریدونو د تورنو د لټون پرمهال د بلجیکي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې نیول شوی.
ویل کېږي چې ۳۱ کلن ابریني هغه څوک دی، چې د مارچ پر ۲۲مه یې د بروکسل پر هوايي ډګر له چاودنې وړاندې خولۍ پر سر کړې وه او د څارنې کامرو یې انځور اخیستی و.
که څه هم د بروکسل څارنوالي وايي ګڼ نور تورن هم نیول شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د بروکسل پر هوايي ډګر او د اورګاډي تمځي کې خونړیو چاودنو لږترلږه ۳۲ کسان ووژل.
خو ترې وړاندې د تېر نومبر میاشتې پر ۳۱مه، پاریس کې بریدونو ۱۳۰ کسان وژلي وو.
نوی ثبت
خبري رپوټونه وايي، ابریني د بروکسل په اندرلخت سیمه کې نیول شوی.
د یوه بل داسې تورن د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی، چې د میلبیک میترو کې یې له ځانمرګي برید کوونکي خالد البکراوي سره همکاري کړې ده، خو په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید شوې.
د بلجیم چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه نوې وېډیو خپره کړه، چې "د یوه سړي پکې خولۍ پر سر ده". بلجیمي چارواکو له خلکو ددغه سړي د نیول کېدو همکاري غوښتې وه.
اټکل دی چې د پاریس شمال د تېلو یوه پمپ کې هم د عبریني انځورونه اخیستل شوي، چې له بریدونو وروسته یې هلته موټر بېولی و.
ویل کېږي له ابریني سره د پاریس د بریدونو یو بل تورن صلاح عبدالسلام هم و، چې د بروکسل له چاودنو څو ورځې وړاندې ونیول شو.

د عکس سرچینه، EPA








