د مسلمانانو پرضد د کرکې له امله جرمونو په اړه فلم

د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې له بريدونو وروسته په برېتانيا کې د مېشتو مسلمانانو پرضد د کرکې پر بنسټ د جرمونو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي. د دا ډول جرمونو مخنيوي لپاره د برتانيا بريډفورډ سيمې سره اړه لرونکې يوې هنرمندې يو فلم جوړ کړى دى.
دا فلم چې د "فيريسيا" نوم ورکړ شوى دى د دريو کورنېو کيسه راخلي چې د کرکې پر بنسټ جرمونو له امله هغو ي په څه ډول اغېزمن شوي دي.
دې کې يو ه پاکستانۍ ، يوه عراقۍ او يوه سپين پوستې کورنۍ ښودل کېږي. د دې درې واړو کورنيو غړي ماموريتونه کوي.
ددې فلم مرکزي رول لوبوونکى عاقب خان وايي " ددې فلم کېسه ده ته ډير اررښت لري او ډير خلک به دا فلم گوري او خوښوي به يې".
بي بي سي سره خبرو کې ده وويل " هر څوک چې عدل او انصاف غواړي هغوي به دا فلم خوښوي".
ده وويل " بريډفورډ کې خپله د توکم پر بنسټ تعصب سره مخامخ شوى، زمونږ د دين په اړه داسې خبرې مو اوريدلي چې هيڅ حقيقت نلري، زه دې ټولو ته د پاى ټکى ايښودل غواړم".
په بروکسل کې د اورپکو د بريدونو څو ورځې وروسته بريډ فورډ کې د فلم مخ کتنه وشوه.
بريډ فورډ کې لوى شمېر مسلمانان ژوند کوي.
په سينماگانو کې ددې فلم له ښودلو وړاندې به دا په نړيواله کچه فلمي مېلو کې ښودل کېږي . ددې وروسته به د روان کال په وروستېو کې دا فلم خلکو ته ښودل کېږي.
داسې فکر کېږي چې دا په برتانيا کې د اسلام او مسلمانانو مخالفو احساساتو په اړه د خپل ډول لومړنى فلم دى . د فلم هدف خلکو ته د تفريح سره سره هغوى ته معلومات ورکول او د پوهاوي کچه لوړول هم دي.
تېر کال په پاريس کې له بريدونو وروسته برېتانيا کې د کرکې پر بنسټ د مسلمانانو پر ضد جرمونو کې ٣٠٠ سلنه زياتوالى راغلى و.








