د پاریس د بریدونو اصلي تورن صلاح عبدالسلام

د فرانسې لوی څارنوال فرانسوا مولان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، صلاح مني چې د ځان چوولو هوډ یې درلود،

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د فرانسې لوی څارنوال فرانسوا مولان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، صلاح مني چې د ځان چوولو هوډ یې درلود،

د روان کال د تېرې مارچ میاشتې پر نهمه، د بلجیم چارواکو د پلازمېنې بروکسل مولینبیک سیمه کې د پاریس د بریدونو اصلي تورن صلاح عبدالسلام ونیو.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر د عبدالسلام له نیول کېدو وروسته وویل چې ګني صلاح عبدالسلام له نیول کېدا وړاندې بروکسل کې د نویو بریدونو پلان درلود.

ده وویل: ''نژدې وه، چې هغه په بروکسل کې یو څه وکړي''.

عبدالسلام په بلجیم کې زیږېدلی، خو په اصل کې د مراکش دی، او د فرانسې تابعیت هم لري.

۲۶ کلن صلاح عبدالسلام د فرانسې پاریس ''سټاډ دي فرانس'' په بریدونو کې اصلي تورن ګڼل کېږي.

دا بریدونه د تېرې نومبر میاشتې پر دېرشمه وشول.

په یوه وېډیو کې ښودل کېږي، چې د صلاح عبدالسلام د اوسېدو ځای ته پولیس ورننوځي، او د ډزو په منځ کې هغه د پولیسو موټر ته کشول کېږي.

نوموړی په ډزو پر پښو لګېږي، او اوس مهال د بلجیم بروج ښار په ټینګ زندان کې ساتل کېږي.

عبدالسلام د پاریس د هغو خونړیو بریدونو اصلي تورن ګڼل کېږي، چې لږترلږه ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول. څېړنې ښيي چې نوموړي د خپل ورور ابراهیم په ملګرتیا دا بریدونه کړي، چې ابراهیم په بریدونو کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

د فرانسې چارواکو د عبدالسلام له نیول کېدو وروسته خپلې پولې ټینګې کړې دي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل، له بلجیمي چارواکو غواړي چې عبدالسلام د محاکمې لپاره فرانسې ته وسپاري.

پر صلاح عبدالسلام د ترهګرۍ اړوند تورونه لګول شوي.

خو د نوموړي وکیل سفین ماري وايي، موکل یې له پولیسو سره همکاري کوي خو د نوموړي په حق کې به چوپه خوله پاتې نه شي.

د فرانسې لوی څارنوال فرانسوا مولان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، صلاح مني چې د ځان چوولو هوډ یې درلود، خو وروسته له خپلې تصمیم واوښت د پاریس له بریدونو سم لاسي وروسته بروکسل ته ستون شو.

څېړنې ښيي چې نوموړي د خپل ورور ابراهیم په ملګرتیا دا بریدونه کړي، چې ابراهیم په بریدونو کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څېړنې ښيي چې نوموړي د خپل ورور ابراهیم په ملګرتیا دا بریدونه کړي، چې ابراهیم په بریدونو کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

ماري وايي، پاریس کې د لوی څارنوال پروړاندې به یوه قضايي دعوه راپورته کړي، چې ولې یې د مخکینیو څرګندونو په لړ کې یې پټې څېړنې افشا کړې دي.

څېړونکي په دې اند دي، چې په بریدونو کې د عبدالسلام رول ملاتړی و، د برید کوونکو لپاره یې د استوګنې ځای چمتو کړی و او خپل هدف ته یې په رسېدو کې همکاري ورسره کړې وه.