د بروکسل بريدونه: اروپا کې ١٠ نور کسان نيول شوي

د عکس سرچینه، AP
په دريوو اروپايي هېوادونو کې ١٠ نور کسان په دې شک چې ترورستي فعاليتونو سره تړاو لري نيول شوي دي. دا کسان په داسې حال کې نيول کېږي چې د بروکسل له بريدونو وروسته پوليس هڅه کوي د داسې نورو احتمالي بريدونو مخنيوى وکړي.
دې څخه اوه کسان په بروکسل او دوه د راپورونو له مخې په جرمني او يو د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې نيول شوى دى.
د سه شنبې د ورځې د بريدونو په تړاو چې ٣١ کسان يې وژلي پلټنې روانې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د بروکسل د سچربيک سيمه کې نن د لږ ترلږه دوه نورو چاودونو راپور ورکړ شوى. دا چاودنې د پوليسود لټون د عملياتو پر مهال شوې دي.
دا هغه سيمه ده چې د سه شنبې په ورځ هلته څو کسان نيول شوي وو.
د فرانسې د پوليسو سرچينې وايي چې بروکسل کې د لټون اوسني عمليات پرون د پاريس په څنډو کې ترسره شوو هغو سره تړاو لري. هلته په ظاهره د يوه بريد هڅه شنډه شوې ده.
بلخوا دامريکا د بهرنېو چارو وزير، جان کيري، چې بروکسل کې دى ويلي دي "د اسلامي دولت په نوم ډله به له منځه وړل کېږي".

د عکس سرچینه، AP
د بلجيم لومړي وزير سره د ليدنې پر مهال ده د سه شنبې د ورځې قربانيانو سره خواخوږي او بلجيم سره ديووالي څرگندونه وکړه .
ده وويل " د داعش له منځه وړلو لپاره به د لويديځ اتحاد دوام کوي".








