د کرېکټ ٢٠ اوريزه نړيوالې اتلولۍ پيلېدونکې دي

د کرېکټ شل اوريزې نړيوالۍ اتلولۍ د مارچ پر اتمه په هند کې پيلېږي د افغانستان لومړۍ لوبه به د سکاټلنډ هېواد سره وي.

دغه نړيوالې اتلولۍ چې په ۲۰۰۷ پيل شوې وې دا څلورم ځل دی چې افغانستان په کې لوبېږي.

لومړی ځل ۲۰۱۰ د ويسټ انډيز، ورپسې ۲۰۱۲ د سريلانکا، ۲۰۱۴ د بنګلاديش او اوس د هند په کوربتوب په دې اتلوليو کې برخه اخلي.

په دې نړيوالو شل اووريزو اتلوليو کې ټول ۱۶ ټيمونه برخه لري.

لومړی ګروپي سيالۍ تر سره کېږي او د دې لپاره په الف ګروپ کې بنګلاديش، ايرلنډ، هالنډ، عمان او په ‌ب ګروپ کې افغانستان، هانک کانګ، سکاټلنډ او زيمبابوې شامل دي. دوی به په خپل منځ کې درې درې لوبې تر سره کوي او د هر ګروپ مخکښه ډله به له اتو نورو ټيمونو هر يو انګلستان، جنوبي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز په لومړي ګروپ کې او آستراليا، هند، نوی زيلاند او پاکستان په دويم ګروپ کې دي، يو ځای کېږي.

د بېلګې په توګه که افغانستان په ګروپي لوبو کې په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړي نو بل پړاو ته په تلو به د دويم ګروپ له هېوادونو سره سيالۍ تر سره کوي.

د لسو غوره لوبډلو پړاو ته د وتلو لپاره افغان لوبډله بايد د لومړي پړاو (ګروپي) لوبو کې خپلې درې واړه لوبې وګټي. په دې ترڅ کې به يې سخته لوبه له زيمبابوې سره وي چي ‌ب ګروپ کې نسبتا قوي ټيم ګڼل کېږی. خو افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زمبابوې څو سيالۍ ګټلې دي.

د کرېکټ نړيوالې شل اووريزې اتلولۍ په ۲۰۰۷ کال کې هند ، ۲۰۰۹ کې پاکستان، ۲۰۱۰ کې انګلستان، ۲۰۱۲ کې ويسټ انډيز او ۲۰۱۴ کال کې سريلانکا ګټلې وې.

دغه لوبې به په نړيواله کچه په سلګونه ميليونه خلک پر تلويزونو په ژوندۍ بڼه وګوري،.

سيالۍ د هند په اتو ښارونو بنګلور، ډيلي، چېنای، موهالي، ناګپور، درمسالا، ممبۍ او کلکتې لوبغالو کې تر سره کيږي، پايلوبه د اپريل په دريمه کلکته کې کېدونکې ده.