متحده عربي اماراتو د اسيا کرېکټ سياليو ته لار وموندله

د عکس سرچینه، AFP

متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې د عمان ټيم ته په ماتې ورکولو سره د اسيا کرېکټ اتلولوليو ته لار پيدا کړه.

عربي اماراتو دا سيالي د ٧١ منډو په توپیر سره وګټله. د لار موندنې په دې وروستۍ لوبې کې عربي اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړ کړې کړې، خو د عمان لوب ډله د ۱۰۱ منډو له جوړلو وروسته وسوځېدله.

په دې توګه اماراتو د خپلو دريو لوبو له ګټلو سره شپږ پواينټونه ترلاسه او د اسيا اتلولۍ بل پړاو ته يې لاره پيدا کړه. داسيالۍ په ٢٤ نېټه د هند او بنګله دېش ترمنځ لومړنۍ لوبې سره پيلېږي.

د لار موندنې دا سيالۍ د افغانستان، اماراتو، عمان او هانگ کانگ ترمنځ وه، که چيرې اماراتو د عمان پر ضد خپله نننۍ لوبه بايللى وى نو د منډو ښه اوسط سره افغانستان بل پړاو ته لاره موندلى شوی.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه عربي اماراتو ته بایللې وه خو دویمه هغه یې له عمان څخه وګټله.