کرېکټ: د پېښور زلمو د کراچۍ کېنګز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، PSL
د متحده عربو اماراتو په دوبۍ ښار کې د پاکستان سوپر ليګ سياليو په ترڅ کې د پېښور زلمو ټيم د کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.
د پېښور زلمو ټيم د ١٥٣ منډو ټاکل شوی هدف په ٢٠ اوور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.
د کراچۍ کېنګز لوبډلې په شلو اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې جوړې کړې وې.
له نوموړي ټيم څخه لينډل سيمنز تر ټولو زياتې يعنې ۴٩ منډې جوړې کړې وې. خو د پېښور زلمو لوبډلې ټاکل شوی هدف په٢٠ اوور کې پوره کړ.
د پېښور زلمي لوبډلې څخه شاهد اپريدي، عامر ياسين، عمران خان او ډيرن سيمي د کراچۍ کېنګز يو يو لوبغاړی و سوځاوه.
د پاکستان سوپر ليګ سياليو تر دې دمه شوو لوبو کې د کوټې ګليډي اېټرز ټيم د ١٢ نومرو يا پواينټونو په لرلو سره د لوبو جدول په سر کې دى.
د پېښور زلمو لوبډله د ١٠ نومرو يا پواينټونو په لرلو سره جدول کې دويم ځاى لري.




