د پېښور زلمي کریکټ ټیم غواړي افغانستان کې ولوبېږي

- Author, عادل شاهزېب
- دنده, لندن
په نړيواله اوسيمه یيزه کچه د کرکټ غوړېدو سره هره ورځ بيلابېل ټيمونه ډگر ته راوځي. په دې لړ کې يو نوى جوړ شوى ټيم " د پېښور زلمي"په نامه دى. د دې لوبډلې کپتاني به د پاکستان د وتلي ستوري شاهد افريدي په غاړه وي.
دا ټيم به راتلونکې فبرورۍ کې د پاکستان سپر ليگ سياليو کې برخه اخلي. د دې لوبډلې تنظيموونکی وايي، چې د دې ټيم د جوړولو يوازينى هدف په پښتني سيمو کې کرکټ ته وده ورکول دي.
جاويد اپريدي بي بي سي ته وويل چې د دوى د کرکټ لوبې به يوازې پاکستان پورې محدودې نه وي.
ده وويل چې په ٢٠١٦ کال کې د ٢٠ اوريزو لوبو د نړيوال جام له سياليو وروسته د دوى ټيم، د پېښور زلمي، پلان لري چې افغانستان ته هم د کرکټ لوبو لپاره لاړ شي.
ښاغلي اپريدي وويل وياړي چې ډيرو افغان لوبغاړو په پېښور کې د کرکټ لوبه زده کړې ده. ده وويل چې دوى هڅه کوي ټولو هغه ځوانانو سره د کرکټ په برخه کې مرسته وکړي چې وړتيا يې لري، خو د وسايلو د کمي له امله په دې لړ کې د دوى کار په پراخ ډول نه دى پيل شوى.
د پېښور زلمي ټيم روزونکى يا کوچ به انډي فلاور وي.
جاويد اپريدى وايي چې پښتني سيمو کې ډير استعدادونه او وړتياوې شته ،خو له بده مرغه جگړو د دوى ټوله وړتيا تر سیوري لاندې راوستې ده. ده زياته کړه چې د همدې وړتيا له امله يې د ټيم لپاره د "زلمي" نوم غوره کړى دى .
د پاکستان سپر ليگ سيالۍ به د فبرورۍ په مياشت کې په دوبۍ کې کيږي چې د نورو ټيمونو نه علاوه د پېښور زلمي، کوټې، کراچۍ ، اسلام اباد او لاهور ټيمونه به په کې برخه اخلي.








