کرېکټ: د لاهور قلندرز لوبډلې پېښور زلمي ته په ۴ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، AP
د متحده عربو اماراتو په دوبۍ ښار کې د پاکستان سوپر ليګ سياليو په ترڅ کې د لاهور قلندرز ټيم د پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴ منډو ماته ورکړه.
د دغو سياليو په ۱۵ لوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچولو( بولېنګ) پرېکړه وکړه.
لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د درېو لوبغاړو په سوځېدو مقابل لوري ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
له لاهور قلندرز لوبډلې څخه ډيلپورټ ۷۸ او عمر اکمل ۵۲ منډې جوړې کړې.
د پېښور زلمي لوبډلې په ځواب کې په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې يوازې د ۴ منډو په توپير لاهور قلندرز ته وبايلله.
د پېښور زلمي ټيم کپتاني د شاهد اپريدي پر غاړه ده او روزونکي يا کوچ يې انډي فلاور دی.
کوټه د کراچۍ پر وړاندې

د عکس سرچینه، PCB
بل خوا د کوټې ګلډي اېټرز او د کراچۍ کېنګز تر منځ هم لوبه وشوه چې د کوټې ګلډي اېټرز په ګټه پای ته ورسېده.
په دغه لوبه کې کراچۍ کېنګز د کوټې ګلډي اېټرز ته په ۲۰ اوورونو کې د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و چې مخالفې ډلې وکولای شول په ۱۸ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.
د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د کوټې ګلدي اېټرز ټيم د ۱۰ نومرو په لرلو د لوبو د جدول په سر کې دی او پېښور زلمي لوبډله د ۸ نومرو به لرلو په دوهم نمبر راځي.
د کوټې ګليدي اېټرز لوبډلې لپاره احمد شهزاد، سرفراز احمد او پيټرسن ښه لوبه وکړه، دوی په ترتيب سره ۴۱، ۲۹، او ۲۶ منډې جوړې کړې.








