ملي لوبډله نړیوالو شل اوریزو لوبو ته ووتله

افغانستان د روانو سیالیو پرته د سر له لوبې نورې ټولې لوبې ګټلي دي.
د عکس تشریح، افغانستان د روانو سیالیو پرته د سر له لوبې نورې ټولې لوبې ګټلي دي.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, کابل

په شارجې نړیوالو شل اوریزو لوبو ته د غوراوي په سیالیو کې سیالو لوبډلو ته په پرله پسې ماتو ورکولو د کینیا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او مخامخ یې د ۲۰۱۴ کال نړیوالو اتلولیو ته لار وموندله.

افغان لوبډلې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې او کینیا ته یې ۱۴۹ منډې هدف کېښود.

د افغان لوبډلې د پیل لوبغاړی شهزاد محمدي د تېر پر خلاف په نننۍ لوبه کې ډېر ژر وسوځېد. خو د کریم صادق او نور علي ځدراڼ تېزې لوبې لوبډلې ته ځواک ورکړ. نور علي نیمه سلیزه هم پوره کړه.

کینیا په پیل کې ډېره تېزه لوبه پیل کړه، چې د سر په دوو اورونو کې یې ۳۱ منډې وې. خو دا سمیع الله شینواری وو چې د کینیا د لوبډلې ملا یې ورماته کړه او په څلورو اورونو کې یې د کینیا پنځه لوبغاړي وسوځول.

د کینیا ټولې لوبډله په اتلسم اوور کې وسوځېده او یواځې یو سل او څوارلس منډې یې جوړې کړې.

په نننۍ لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي یا سپینران تر ډېره بریالي وو، شاهپور ځدراڼ او میرویس اشرف هم د کینیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند فرید احمد هوتک وویل افغانستان په دې بریا سره د ۲۰۱۴ کال نړیوالو اتلولیو ته ووت چې څو میاشتې وروسته په بنګله دېش کې ترسره کیږي.

افغانستان د روانو سیالیو پرته د سر له لوبې نورې ټولې لوبې ګټلي دي.