کريکټ: افغانستان څلورمه لوبه له برمودا وګټله

افغان کريکټ لوبډلې د ۲۰ اووريزو کرېکټ سياليو په لړ کې برمودا ته په خپله څلورمه لوبه کې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.
پچه افغان لوبډلې وګټله او برمودا ته يې د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د برمودا ټوله لوبډله په ۱۸،۱ اوور کې وسوځيده او افغانستان ته يې د ۱۰۲ منډو هدف کېښود.
د برمودا له ال او بي کان بيټسمين/ توپ وهوونکي پرته چې ۲۸ منډې يې وکړې، نور بیټسمينان د افغان بالرانو پر وړاندې ونه دريدل.
افغان بالرانو له هماغه پيله د برمودا پر ډلې فشار واچاوه او د منډو شمېر يې ايله ۱۲ و چې شاپور ځدراڼ يې لومړۍ کس وسوځاوه.
سميع الله شينواري درې، محمد نبي، کريم صادق او شاپور ځدراڼ د برمودا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د ۱۰۲ منډو پوره کولو په هدف محمد شهزاد او نوروز منګل لوبه پيل کړه او دواړو په زړه پورې لوبه وکړه.
نوروز منګل هغه مهال چې د افغانستان د منډو شمېر ۴۲ و، وسوځېد.
ورپسې کپتان محمد نبي لوبې ته راووت او له محمد شهزاد سره يې ښه شراکت وکړ، چې بلاخره د ۳۳ منډو په کولو وسوځېد.
کپتان محمد نبي د ۳۳ منډو کولو پر مهال درې لوړې شپږيزې او دوه څلوريزې ووهلې.
افغان بيټسمينانو ډېره تېزه لوبه کوله او د برمودايي بالرانو په هر بال يې نژدې څلوريزې او شپږېزې وهلې.
افغان لوبډلې د محمد شهزاد د ۶۰ منډو پر مټ چې ونه سوځېد دغه هدف په ۱۰ اوورونو کې يوازې د دوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړ.
محمد شهزاد په خپله پنځوسيزه کې ۹ څلوريزې او دوه شپږيزې ووهلې.
د افغان لوبډلې د منډو اوسط په اوور کې څه باندې ۱۰ و.
دا سيالۍ د ۲۰۱۴ کال د کريکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام ته د لارې موندلو په موخه ترسره کېږي، چې افغانستان په څلورو سياليو کې درې هغه ګټلي دي.








