افغان کرېکټ لوبډلې د سکاټلنډ لوبډله ماته کړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن (د نومبر ۱۶مه) په شارجه کې د سکاټلينډ لوبډلې ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرېکټ ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام ته د لار موندنۍ د سیالیو په لومړني سیالۍ کې هالنډ افغان لوبډله ماته کړې وه.
خو نن افغان لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې د منډو جوړولو (بیټینګ) پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۱۷۱ منډې (رنز) جوړې کړې او د سکاټلنډ لوبډلې ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.
د سکاټلنډ لوبډلې په پیل کې لوبه ښه پیل کړه.
څو لوبغاړو یې تودې لوبې کولو سره ښې منډې جوړې کړې خو د دولت ځدران، شاه پور ځدران د تیزو او سمیع الله شینواري د سپین بالنګ په وړاندې یې یوازې ۱۵۷ منډې (رنز) جوړ کړای شوې.
د افغان کرېکټ لوبډلې راتلونکې سیالي د نوامبر په ۱۷ مه د پاپوا نیوګیني له لوبډلې سره ده.
دغه راز نن په یوې بلې سیالۍ کې چې د کاناډا او ایرلنډ د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه د ایرلنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو (اوټ کېدو) په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۸ منډې جوړ کړې.
د کاناډا لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۶ منډې جوړې کړای شوې چې په دې توګه یې د ایرلنډ لوبډلې ته یې د دوو منډو په توپیر لوبه بایلوده.
په ۲۰۱۴ کال کې د شلو اورونو د نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنۍ په سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو کې سیالۍ ترسره کوي.








