کرېکټ: پاکستان دويمه یو ورځنۍ لوبه وګټله

شاهد اپريدی د لوبې غوره لوبغاړی غوره شوی دی
د عکس تشریح، شاهد اپريدی د لوبې غوره لوبغاړی غوره شوی دی

پاکستان د پنځو يو ورځنيو کرېکټ لوبو د لړۍ په دويمه یو ورځنۍ لوبه کې، د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې جنوبي افريقا ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې جنوبي افريقا د دغې لړۍ په لومړنۍ لوبه کې پاکستان ته په يوې منډې ماتې ورکړې وه.

اوس دواړه لوبډلې د يوې يوې لوبې په ګتلو مساوي دي.

د دويمې لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله، پخپله يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۲۰۹ منډې وکړې.

د پاکستان د لوبې پيل چندانې ښه نه و، او هغه وخت چې د منډو شمېر ايله څلور و، ناصر جمشېد د يوې منډې په کولو وسوځېد.

خو لوبه احمد شهزاد او محمد حفيظ کابو کړه، محمد شهزاد يوازنی پاکستانی بېټسمين و، چې پنځوسيزه يې ووهله.

د پاکستان له لوري محمد حفيظ او شاهد اپريدي ۲۶، ۲۶ او مصباح الحق ۲۵ منډې وکړې.

نور پاکستاني توپ وهوونکي ښه ونه ځلېدل.

شاهد اپريدي د ۲۶ منډو ترڅنګ د جنوبي افريقا درې مهم لوبغاړي هم وسوځول او په دې توګه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کرېکټ کتونکي وايي چې د پاکستان بېټنګ لاين ډېر کمزوری شوی دی او همدا بالران دي، چې د دوی پرده يې کړې ده.

د جنوبي افريقا لوبډلې د ۲۱۰ منډو هدف پوره کولو لپاره چې ظاهرآ اسانه برېښېده لوبه پيل کړه، خو لومړی ويکټه يې د پاکستان په څېر ژر ولوېده.

هغه مهال چې جنوبي افريقا یوازې ۷ منډې لرلې، سهيل تنوير انګرام په څلورو منډو وسوځاوه.

مېک لارين يوازنی افريقايي لوبغاړی و، چې د پاکستاني بالرانو پر وړاندې يې مقابله کوله. ده ۲۹ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد.

د جنوبي افريقا په لوبډله کې پنځه داسې لوبغاړي و، چې د منډو شمېر يې لسو ته ونه رسېد.

جنوبي افريقا او پاکستان تر دې وړاندې دوه ټېسټ لوبې هم کړې وې، چې يوه يې پاکستان او بله يې جنوبي افريقا وګټله.