د شل اورېزو اتلوليو کوربه د غوراوي پړاوه تېرېږي

د کرېکټ نړيواله شورا وايي د ٢٠١٤ کال نړيوالو شل اوريزو اتلوليو ته به کوربه هېواد بنگله ديش لومړى له اوو نورو هېوادونو سره بخت ازمويي چې د ١٠ هېوادونو ستر پړاو ته لار ومومي.
بنگله ديش او زمبابوې چې د کرېکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري له شپږو نورو هېوادونو سره مخامخېږي چې له هغو څخه به دوه راوځي او له اتو نورو بشپړو غړيو هېوادونو سره به نړيوالو اتلوليو کې سيالي کوي.
د کريکټ نړيوالې شورا د تېرو اتلوليو خلاف دا ځل د نا بشپړو غړو هېوادونو له ډلې شپږ لوبډلې غواړي چې له بنگله ديش او زمبابوې سره بخت وازمويي او بيا له نورو اتو هېوادونو سره مخامخ شي.
د شپږو هېوادونو د غوراوي پړاو په متحدو عربو اماراتو کې د نومبر له نيمايي پيليږي چې افغانستان هم په کې دى.
اټکلونه دا دي چې په هغو سياليو کې به افغانستان، ايرلنډ، هالنډ، کينيا، سکاتلنډ او امارات غښتلي وي.
خو د ١٢ هېوادونو په لوبو کې چې په شل اوريزو سياليو کې يو بل ته مخامخيږي هر څه ممکن دي.
بنگله ديش به د ٢٠١٤ کال د مارچ په ١٦ مه نېټه خپله لومړنۍ لوبه کوي.
د بنگله ديش لوبډله به له دوو نورو هېوادونو سره هم د مارچ په ١٨ مه او ٢٠ مه بخت ازمويي او که چيرې د دغو اتو لوبډلو په دوو لومړنيو هغو کې راغى نو دويم پړاو ته به لار مومي.
د بنگله ديش ځينو لوبغاړو په دې نوي بدلون ناخوښي ښوولې خو کپتان مشفق الرحيم وايي دوى به خپله ټوله وسه کوي چې له دغه پړاوه بريالي ووځي.
بنگله ديش هيڅکله هم د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو دويم پړاو ته لار نه ده موندلې خو لوبغاړي يې وايي چې اوس يې تجربه ډيره شوې او په خپله خاوره به د هر چا سيالۍ ته چمتو وي.
د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو سيالۍ له ٢٠٠٧ کال څخه پيل او تر اوسه څلور ځله ترسره شوې دي.
په ٢٠٠٧ کال کې هند اتل شو او دوه کاله وروسته پاکستان اتلولي خپله کړه.
په ٢٠١٠ کال کې چې افغانستان په لومړي ځل اتلوليو ته لار وموندله انگلستان د اتلولۍ وياړ خپل کړ او په ٢٠١٢ کال کې ويسټ انډيز اتل شو.








