کرېکټ: افغانستان د اسیا د شل اوریزو سیالو اتلولي وګټله

دا څلورم پرله پسې ځل دی چې افغانستان له خپلې دغې اتلولۍ بریالۍ دفاع کوي
د عکس تشریح، دا څلورم پرله پسې ځل دی چې افغانستان له خپلې دغې اتلولۍ بریالۍ دفاع کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کوربه هېواد نیپال لوبډلې ته په ماتې و رکولو د آسیا د شل اوریزو سیالیو اتلولي وګټله. افغانستان په اوو ویکټو سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د نیپال د کرېکټ ملي لوبډلې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۳۵ منډې جوړې کړلې او افغانستان ته یې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دغه هدف په اتلسم اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه کړ.

سره له دې چې په لوبه کې تجربه لرونکي لوبغاړي لکه نوروز منګل، حمید حسن، محمد شهزاد او اصغر ستانکزي نه وو افغان ملي لوبډلې د څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړه.

پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د بالنګ کولو پرېکړه وکړه.

د نیپال سره په سیالي کې ګلبدین نایب چې د دې سیالې غوره لوبغاړی اعلان شو، ښه وځلید او ۳۴ منډې یې جوړې کړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.

له نایب وروسته د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي تر ټولو ډیرې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د نیپال لوبغاړي د خپل بیټنګ په لومړي سر کې په دې و نه توانېدل چې وېکټې وساتي او لومړي لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.

د دوی لومړۍ وېکټ له یوولسو منډو تر جوړولو وروسته ولوېده.

په ۲۳ منډو یې درې وېکټې له لاسه ورکړې.

تر دې وروسته د پنځمې وېکټې لپاره دوو لوبغاړو ښه ملګرتیا وکړه او تر ۹۴ منډو یې ورسوله.

د نیپال وروستۍ (شپږمه) وېکټه د نولسم اوور په وروستي بال وغورځېده.

د افغانستان لخوا ګلبدین نایب دوه، شاهپور ځدران او حمزه هوتک یوه یوه وېکټه تر لاسه کړه.

د افغانستان لخوا توپ وهونکو ښه پیل وکړ چې تر ۴۳ منډو لومړۍ وېکټې دوام وکړ.

دویمه وېکټه په لسم اوور کې د ۶۸ منډو په جوړېدو وغورځېده.

تر دې وروسته ګلبدین نایب او محمد نبي تر پایه ودرېدل او په اتلسم اور کې یې ټاکلی هدف پوره کړ.

په نیمه پایلوبه کې د افغانستان ملي لوبډله د هانګ کانګ په وړاندې ولوبېده او دغې لوبډلې ته یې په شپږو ویکټو د ۱۱۰ منډو هدف په تر لاسه کولو ماته ورکړه.

د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د اسيا د کرېکټ شل اووريزو لوبو سیالۍ د مارچ په ۲۶مه په نيپال کې پيل شوې او نن د اپریل ۳مه پاى ته ورسېدې.