پر پاکستاني کریکټ لوبغاړو اوږدمهاله بندیز ولګېده

محمد اصف، محمد عامر او سلمان بټ

په محکوم شوو لوبغاړو کې یو هم محمد عامر و چې د کریکټ د شننونکو له انده تر خپل عمر په کریکټ کې ډېر پوښ و.

د کریکټ نړیوالې شورا درې پاکستاني کریکټ لوبغاړي د کریکټ په سیالیو کې تر رسوایۍ او درغلۍ وروسته له دغې لوبې منعه کړي دي. د پاکستان د کريکټ لوبډلې پر پخواني کپتان سلمان بټ د لسو کلونو بندیز چې پنځه کاله به یې تعلیقي وي، ولګول شو .

پر محمد اصف اووه کاله او پر محمد عامر پنځه کاله بندیز لګول شوی دی .

د تېر ۲۰۱۰ کال په اګست کې پر دغو لوبغاړو د پاکستان او انګلستان ترمنځ د سیالۍ پرمهال د درغلیو تورونه لګول شوي ول،دوی تورن دي چې د پاکستان او انګلیڼد ترمنځ د کریکټ په ټست سیالیو کې د پېسو په بدل کې نو یا ناقانونه بالونه کړي او په لوی لاس یې مخالف لوري ته د منډو جوړولو زمېنه برابره کړېده .

د دغه لوبې کپټن سلمان بټ و خو ویل کیږي چې د تېزو بالرانو محمد عامر او محمد اصف پرمټ یې دغه سودا کړې ده.

پر دوی د لیګدلي تور په تړاوو د کریکټ نړیوالې شورا د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه محکمه دایره کړه او له تېرو څو میاشتو راهېسې دغه محکمه روانه و چې بلاخره یې یې خپله پریکړه اعلان کړه.

که څه هم محکوم لوبغاړي پر ځان لیګدلي تورونه نه مني خو محکمې پر دوی اسناد او شواهد را ټول کړي ول او پرمټ یې دوه پړ وپېژندل شول.

په اصل کې دغه رسوايي یوې برتانوۍ ورځپاڼې را دبره کړه، دغې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د یو کس غټ تصویر چاپ کړی و چې ویل یې د پاکستان لوبغاړو او نورو سیټه بازانو ترمنځ درېیمګړی و، په دغه عکس ښوول کیږي چې د دغه سړي مخې ته د پونډو بنډولونه انبار دي.

بي له شکه پر دغو پاکستاني لوبغاړو بندیز به د دغه هېواد د کریکټ پر ملي ټیم او د لوبغاړو پر روان منفي اغیزې لري او په خاص ډول داسې یوه حالت کې چې شاوخوا دوه اونۍ د کریکټ نړیوالو سیالیو ته پاتې دي.

په محکوم شوو لوبغاړو کې یو هم محمد عامر و چې د کریکټ د شننونکو له انده تر خپل عمر په کریکټ کې ډېر پوښ و.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .