ګیلاني: د کریکټ لوبغاړو درغلۍ 'زموږ سرونه ټيټ کړي'

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د کريکټ څلورمه پنځه ورځنۍ سيالي چې د جعل د ادعاوو له سيوري لاندې راغلې، د لندن د لاوډز په ميدان کې د انګلستان په ګټه پای ته ورسېده.
وړاندې د کريکټ نړيوالې شورا پرېکړه کړې وه دغه لوبه دې سره له دې روانه وي چې يو کس د لوبې د تقلب کولو په تور چې پاکستاني لوبغاړي هم په کې ښکېل بلل شوي، نيول شوی.
د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني وايي د هغو ادعاوو په اړه به پلټنې وکړي، چې ویل کېږي په انګلستان کې د د پاکستان د کريکټ لوبډلې ځينو غړو په درغلیو کې لاس درلود.
ښاغلي ګيلاني خبریالانو ته وویل د دې تور له امله زموږ سرونه ټيټ شوي دي:
''دا زما لپاره دردوونکې ده، دا د دې لامل شوی، چې موږ له شرمه سرونه ټيټ کړو، زه به د سپورت له وزارت نه وغواړم چې په دې اړه څېړنې وکړي.''
د برتانیا د 'نيوز اف دي ورلډ' ورځپاڼه دوه پاکستاني توپ وېشتونکي يا بالران محمد عامر او محمد آصف په ځانګړو شېبو کې د نوو يا ناسمو توپونه په غورځولو تورن کړي.
د برتانیا پولیس د انګلستان او پاکستان ترمنځ په روانو څلور ورځنیو ازمېښتي لوبو کې د ممګنو درغلیو په اړه پلټنې کوي.

داسې ویل کیږي چې پاکستاني لوبغاړي په دغه تقلب کې لاس لري.
د یوې برتانوۍ ورځپاڼې د راپور له مخې یوه پټ خبریال یوه دلال ته ۲۳۰ زره ډالره ورکړي دي، چې په یوه مشخص وخت کې به د توپ اچولو په وخت کې درغلی کوي.
د پاکستان د لوبډلې منیجر یاور سعید وايي پولیسو ورته ویلي چې د لوبډلې له څو تنو به یې تحقیق وکړي، او دی دې خبر سخت حیران کړی دی.
د پاکستان او انګلستان ټیمونو ترمنځ پرون د څلور ورځنيو لوبو درېمه ورځ وه چې د انګلستان ټیم پکې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۴ منډې کړې دي، او که هوا ښه وي نو نن به پاکستان هم منډو جوړولو ته ملا وتړي.
د پاکستان د کریکټ هغه مخکني لوبغاړي چې مخکې يې د درغلۍ دا ډول پېښې نه دي ليدلې، سخت قهرېدلي دي.
ځينو پاکستاني کريکټ لوبغاړو ویل چې دا ځل باید د کریکټ بورډ او پاکستاني چارواکي د دغو لوبغاړو پر وړاندې سخت غبرګون وښيي، او هغه لوبغاړي چې تورونه پرې ثابت شي، باید زندان ته واچول شي.

د پاکستان ځينې پخواني کريکټ لوبغاړي وايي د دې کار اصلي علت حرص کېدای شي، ځکه چې هغه تکړه لوبغاړي چې له ډېرې مودې راهیسې لوبېږي، د پاکستان د کریکټ له بورډ څخه د کال ۲۰۰ زره ډالره تنخوا اخلي.
په کریکټ کې درغلي نوې مساله نه ده، لس کاله مخکې د جنوبي افریقا کپتان ومنله، چې د شرط تړلو د یوه شرکت له مشر نه یې پيسې اخیستې وې.
په تېرو لسو کلونو کې د کریکټ نړیوالې شورا د درغلۍ ضد څانګه جوړه کړې ده.








