کريکټ: د الوتکو نشتوالي د افغان لوبډلې پلان بدل کړ

لوبغاړي
د عکس تشریح، افغان لوبغاړي خبر نه دي چې کله به له دوبۍ روانيږي

د ايسلنډ د اورشيندې غرۀ د رابوټيدا او له هغو څخه د ايرو او لوگيو له امله چې په اروپا کې د الوتکو الوتنې بندې شوي هغو د افغان ملي کريکټ لوبډلې پلان خراب کړى دى .

د اروپا په فضايي حريم کې د الوتنو د نشتوالي له امله د افغانستان د کريکټ لوبډله په ټوبيگو کې له هغو څلورو لوبو لاس په سر شوه چې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د چمتووالي لپاره يې کولې .

د ملي لوبډلې اداري مسوول بشير ستانکزي د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د لوبو څانگې ته وويل چې دوى نيت لارۀ چې په ټوبيگو کې به له کلبونو سره څلور لوبې کوي .

دغه راز دوى نيت لارۀ چې هلته به د يوې اوونۍ لپاره د فيلډينگ يا په ميدان کې د توپ راټولولو او کابو کولو لپاره ځانگړى روزونکى په کار گماري .

خو اوس په داسې حال کې چې دوى په شارجه کې ايسار دي او له دوبۍ الوتنه نه شي کولى نو هغه پلانونه يې خراب شوي دي .

بشير ستانکزى وايي هيله من دى چې اوس له متحدو عربو اماراتو سره دوه شل اوريزې لوبې وکړي چې د لوبډلې چمتووالى يې دوام وکړي .

د ملي لوبډلې اداري مسوول وايي دوى هيله من دي چې د اپريل تر ٢٤ نېټې پورې ويسټ انډيز ته ځان ورسوي چې هلته له ويسټ انډيز او ايرلنډ سره دوه شل اوريزې لوبې ترسره کړي .

افغان ملي لوبډله به د اپريل په ١٦ مه نېټه له دوبۍ لندن او له لندنه ويسټ انډيز ته تله .

خو د ايسلنډ د اورشيندي غرۀ د بوټيدا له امله چې په اروپا کې د الوتکو پر الوتنو بنديز ولگيدۀ نو افغان لوبغاړي هم په دوبۍ کې ايسار پاتې شول .

افغانستان به د مۍ په لومړۍ نېټه ئد شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې خپله اولينه لوبه له هند سره ترسره کوي .

د مۍ په پنځمه نېټه به افغانستان له سويلي افريقا سره بخت ازمويي .