انگلستان د کريکټ د شل اوريزو لوبو نړيوال اتل شو

کريکټ
د عکس تشریح، د استراليا لوبغاړو په پايلوبه کې د انگلستان ځواب نه درلود

د کريکټ لوبه ، د ځينو نورو لوبو غوندې له انگلستانه پيل شوې خو انگريز لوبغاړو پکې تر اوسه کومه مهمه نړيواله اتلولي نه وه گټلې .

تر دې وړاندې درې وارې د پنځوس اوريزو نړيوالو اتلوليو په پايلوبه کې انگلستان ماتې خوړلې وه او يو ځل د اتلو هيوادونو د اتلولۍ په پايلوبه کې مات شوى و .

په همدې دليل واردمخه داسې اټکلونه و چې انگلستان به په يوې بلې پايلوبې کې هم ماتې خوري .

په روانو سياليو کې انگلستان خپله لومړنۍ لوبه له ويسټ انډيز څخه بايللې وه او په دويمه کې ايرلنډ له مشکلاتو سره مخامخ کړى و خو باران يې لوبه مساوي کړه او دوى د ښو منډو په مټ دويم پړاو ته ورسيدل .

له هغې گړۍ راهيسته انگلستان شاته ونه کتل او پرله پسې يې لوبې وگټلې .

استراليا بيا خپلې شپږ سره لوبې په اسانۍ گټلې وې او داسې ښکاريدل چې پايلوبه به هم د دوى لوبه وي .

پچه د انگلستان کپتان کالينوډ وگټله او استراليا ته يې د منډو بلنه ورکړه .

استراليا په خپلو لومړنيو لسو اوورونو کې ٤٧ منډې کړې وې او څلور لوبغاړي يې سوځيدلي و .

خو وروسته د هسي وروڼو ، ډيويډ او مايکل ښه لوبه وکړه او په وروستيو لسو اوورونو کې يې سل نورې منډې وکړې .

د ١٤٨ منډو هدف ډير نه و خو د انگلستان تير ريکارډ ته په پام سره هر څه ممکن و .

انگلستان خپل لومړنى لوبغاړى ژر له لاسه ورکړ خو کېزواټر او پيټرسن تر سلو ډيرې منډې سره په گډه وکړې او برى يې يقيني کړ .

انگلستان په دې سياليو کې د پخوا خلاف نوي او زلمي لوبغاړي راوستي و شايد همدا دليل وي چې پايلوبه يې هم په بري سر ته ورسيده .

خو د کريکټ د شلو اورونو دغه اتلولي به د ډيرو په گومان د افغانستان د گډون له امله هم تر ډيره ياده شي چې له هيڅ څخه نړيوالو اتلوليو ته ورسيدل او هلته يې هم څوک ډير مايوسه نه کړل .