کريکټ :د هند تکړه لوبغاړى شېواگ ټپي شو

د هند د کريکټ تکړه او تيز لوبغاړى وريندر شېواگ ټپي شوى دى او له نړيوالو شل اوريزو اتلوليو وتلى دى .
د هند د کريکټ بورډ په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د شېواگ اوږه ټپي شوې ده او له نړيوالو اتلوليو پاتې شوى دى .
هند د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان سره په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې لومړنۍ لوبه کوي .
د هند کريکټ بورډ دا نه دي ويلي چې شېواگ څرنگه او چيرې ټپي شو .
شېواگ په دې وروستيو کې د هند د کريکټ په پريميرشيپ يا اى پي ايل کې لوبه کوله او ډيرې منډې يې کړې وې .
شېواگ په تيزو منډو جوړولو کې نړيوال شهرت لري او د هند يو له ډيرو خطرناکو لوبغاړو څخه گڼل کيږي.
د هند کريکټ بورډ د شېواگ پر ځاى وېجې په لوبډله کې شامل کړى دى .
ويجې په اى پي ايل کې د چيناى له خوا لوبه کوي او تر اوسه يې تر څلور سوو ډيرې منډې کړي دي .








