کرېکټ؛ ملتان سلطانز، لاهور قلندرز ته له ماتې ورکولو وروسته د پي اېس ایل پایلوبې ته لار وموندله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د پاکستان سوپرلیګ کرېکټ سیالیو لړ کې ملتان سلطانز لوبډلې لاهور قلندرز لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور په قذافي کرېکټ لوبغالي کې د پرون چهارشنبې لوبې پچه ملتان سلطانز وګټله او لومړی یې توپوهنه خوښه کړه.
ملتان سلطانز د پنځو وېکټو په زیان ۱۶۰ منډې وکړې، او مقابل لوري لاهور قلندر لوبډلې بیا د ټولو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته ایله ۷۶ منډې وکړې.
د ملتان سلطانز لوبډلمشر محمد رضوان له اوپنر محمد عثمان خان سره یو ځای لوبه پیل کړه، خو لومړی د حارث روف په توپ عثمان خان او ورپسې د راشد خان په توپ محمد رضوان له لوبې بهر شو.
محمد رضوان خپله ۳۳ منډې وکړې او د سوځېدو تر مهاله یې له کایرون پولارډ سره په شریکه د لوبډلې ټولټال منډو شمېر ۹۰ ته رسولی و. کایرون پولارډ د ملتان سلطانز لپاره تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې وکړې.
ملتان سلطانز د ټولو شلو اوورونو له لوبې وروسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۰ منډې یې ترلاسه کړې. د لاهور قلندر حارث روف تر ټولو ډېرې درې وېکټې ترلاسه کړې.
د همدې لوبډلې شاهین شاه اپریدي او راشد خان یوه - یوه وېکټه واخیسته.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لاهور قلندرز توپوهنې پیل ښه نه و او پرلپسې وېکټې یې له لاسه ورکړې. لوبډلمشر یې شاهین شاه اپریدی که څه هم د معمول خلاف د سر توپوهونکو په کتار کې لوبغالي ته راغی، خو د کوټریل په توپ له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له لوبې بهر شو.
د لاهور قلندرز وروستۍ وېکټه عباس اپریدي ترلاسه کړه او دې سره ټوله لوبډله د ایله ۷۶ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.
دې سره د پرونۍ لوبې بریا ملتان سلطانز ترلاسه کړه او پایلوبې ته یې لار وموندله، خو که دا لوبډله د پشاور زلمي او اسلام اباد یونائټیډ لوبډلو تر منځ د نننۍ (پنجشنبه) سیالۍ له بریالۍ لوبډلې خپله پاتې سیالي وګټي پایلوبې ته د رسېدو فرصت موندلای شي.










