کرېکټ: لاهور لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، PCB

د پاکستان کرېکټ سوپرليګ سيالیو په پایلوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ۴۲ منډو ماته ورکړه او په لومړۍ ځل يې د دغو سياليو اتلولي په خپل نامه کړه.

لاهور قلندرز د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې د ملتان لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۳۸ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

که څه هم د لاهور د پيل څلور لوبغاړي ژر وسوځېدل خو الرونډر محمد حفيظ تر ډېره خپله وېکټه وساتله او ۶۹ منډې يې جوړې کړې چې له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د ده تر څنګ هري بروک ۴۱ او ډېوېډ ويسې ۲۸ چټکې منډې وکړې.

د ملتان سلطانز لپاره اصف اپريدي درې، ډېوېډ ويلي او شهنواز داني يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

بل پلو د لاهور لپاره لوبډلمشر شاهين اپريدي درې، محمد حفيظ دوې، زمان خان دوې، حارث روف او ډېوېډ ويسې يوه يوه وېکټه واخيسته.

د ملتان لپاره خوش دلشاه ۳۲، ټېم ډېوېډ ۲۷ او شان مسعود ۱۹ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي راشد خان هم د لاهور قلندرز لپاره سيالی کوله خو نوموړی اوسمهال په بنګله دېش کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره يوځای شوی او د پي اېس اېل په پایلوبه کې يې ګډون نه درلود.

د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې شپږ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی او نور احمد لکڼوال اخيستل شوي وو.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو سږ کال يې ټولې لوبې په پاکستان کې دننه ترسره شوې.