پي اېس اېل: کراچۍ لومړۍ لوبه کې کوټې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

پی اییس ایل 6

د عکس سرچینه، PCB

د پاکستان سوپر ليګ يا پي اېس اېل د ۲۰۲۱ کال کرېکټ سياليو په لومړۍ لوبه کې کراچۍ کېنګز لوبډلې کوټې ګلډي ايټرز ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

کراچۍ د پچې له ګټلو وروسته مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه، چې له دې سره کوټې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

د لوبې په لومړي اوور کې عماد وسيم ټام بنټن وسوځاوه خو له دې وروسته کرېس ګېل لوبه يو څه کابوه کړه او په ۲۴ توپونو يې د کوټې لپاره تر ټولو ډېرې ۳۹ منډې وکړې. د ده تر څنګ اعظم خان ۱۷ او قيس احمد ۱۶ منډې وکړې.

د کراچۍ لپاره ارشد اقبال درې او وقاص محمد دوې وېکټې واخيستې.

افغان الرونډور محمد نبي د کراچۍ لوبډلې لپاره په نننۍ لوبه کې ګډون درلود. په توپ اچوونه کې نوبت ور نه کړل شو خو په توپ وهنه کې يې په ۱۴ توپونو چټکې ناسوځېدلې ۳۰ منډې وکړې.

بل افغان لوبغاړی قيس احمد چې د کوټې لپاره لوبېده له کومې وېکټې اخيستو پرته يې په دريو اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.

له محمد نبي پرته د کراچۍ لپاره جو کلارک تر ټولو ډېرې۴۶ منډې وکړې خو په شپږم اوور کې د عثمان شينواري په توپ وسوځېد.

پی اییس ایل 6

د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ سږنيو سياليو کې ټول شپږ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان ځدراڼ، قيس احمد، نور احمد لکڼوال او وقار سليمانخېل لوبېږي.

د پاکستان سوپر ليګ سياليو راتلونکې لوبه د پېښور زلمی او لاهور قلندرز تر منځ په لاهور کې ترسره کېږی. ټاکل شوې سږنۍ سيالۍ يوازې د پاکستان په دوو ښارونو کراچۍ او لاهور کې ترسره شي.