مجیب د هند غوره لیګ کې د راشد او نبي لوبډلې سره یو ځای شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۱ کال هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل سياليو لپاره د لوبغاړو ليلامۍ کې سنرايزرز حیدر اباد لوبډلې د افغانستان ورو توپ اچوونکی مجيب الرحمان ځدراڼ په شاوخوا ۲۰۰ زره امريکايي ډالره اخيستی دی او ټاکل شوې راتلونکو سياليو کې به له راشد خان او محمد نبي سره يو ځای لوبېږي.
راشد خان او محمد نبي دواړه خپلې لوبډلې سنرايزر حيدراباد ساتلي او بولۍ ته نه وو وړاندې کړل شوي.
د ډېوېډ وارنر، کېن وېليمسن او جېسن هولډر په شتون کې داسې ډېر امکان نه ښکاري، چې سنرايزرز حيدر اباد لوبډله به دغه درې افغان لوبغاړي يو ځای په يوه لوبه کې ولوبوي، ځکه په ای پي اېل کې د يوې لوبډلې لپاره يوازې څلور بهرني لوبغاړي په يوه وخت لوبېدلی شي.
د ۲۰۲۱ کال د هند غوره ليګ ليلامي د دغه هېواد په چنای کې ترسره شوه چې د اتو لوبډلو له خوا په کې ۱۵۷ بهرني او کورني لوبغاړي وپېرل شول.
په سږنۍ ليلامۍ کې د جنوبي افريقا الرونډر کرېس مورېس د راجستان رويلز له خوا په ۲.۲ ميليونه ډالره وپېرل شو، چې دا د ای پي اېل په تاريخ کې تر دې مهاله په ليلامۍ کې تر ټولو ګرانبيه لوبغاړی شو چې د يوې لوبډلې له خوا پېرل کېږي.
د هند غوره ليګ سيالۍ د روان کال د اپرېل پر ۱۱ پيلېږي چې د جون تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.
د پاکستان غوره ليګ سيالۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کرېکټ غوره ليک سياليو شپږم پړاو سبا شنبې پېلېږي. ټاکل شوې لومړنۍ سيالي د کوټې ګلډيېټرز او کراچي کېنګز لوبډلو تر منځ په کراچۍ ښار کې ترسره شي.
د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان ځدراڼ، قيس احمد او نور احمد لکڼوال شامل دي.
د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ، پېښور زلمي لوبډلې مجيب الرحمان ډايمنډ کټګورۍ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ کې او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې قيس احمد په سېلور کټګورۍ کې پېرلي دي.
مخکې هم ځينې افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ کې لوبېدلي وو خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي اړيکو خرابوالي له امله دغه لړۍ وشلېده او تېرو کلونو کې کوم لوبغاړی په دې ليګ کې ونشوی لوبېدلی.









