راشد خان: تېر یونیم کال راته ګران و؛ مور پلار مې وفات شول؛ مور مې زما لويه مينه واله وه

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نوموړي خپله وروستۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.
    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان وايي مور یې د ده د کرېکټ لوبې ډېره مينه واله وه او د ده له لوبې او وېکټو اخیستو به يې ډېر خوند اخيست.

راشد خان د افغانستان ملي ټيم تر څنګ د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل کې د سنرايزر حيدراباد لپاره لوبه کوي.

نوموړي سې شنبه د ديلي کپيټلز لوبډلې پر وړاندې وروستۍ سيالۍ کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د غوره لوبغاړي جايزې د اخيستلو پر مهال نوموړي وويل: "تېر يو نيم کال زما لپاره ډېر ګران و. لومړی مې پلار وفات شو او بيا درې مياشتې مخکې مې مور وفات شوه".

د راشد خان مور د روان کال جون مياشت کې وفات شوې وه، هغه مهال ده پر ټوېټر ليکلي وو:

"مورې، ته زما کور وې، پرته له تا ما هېڅ کور نه درلود. زه هېڅ باور نشم کولی چې نور زما سره نه ياست تاسو به تل يادېږئ".

راشد خان وايي کله چې به یې د غوره لوبغاړي جايزه واخيسته "مور به مې ډېره خوشاله وه اوټوله شپه به راسره غږېده او دا هغه څه دي چې زما اوس ډېر يادېږي".

نوموړي خپله وروستۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان په نړيواله کچه د کرېکټ په بېلابېلو ليګونو کې لوبېږي او ګڼې برياوې او ريکارډونه يې خپل کړي.

راشد خان په نړيواله کچه د کرېکټ په بېلابېلو ليګونو کې لوبېږي او ګڼې برياوې او ريکارډونه يې خپل کړي.

نوموړی د کرېکټ نړيوالې شورا د وروستۍ درجه بندۍ له مخې د شل اوريزه لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی هم بللی شوی دی.

د يادولو وړه ده چې په دغه درجه بندۍ کې د افغانستان بل ورو توپ اچوونکي مجيب ځدراڼ دويم ځای خپل کړی او محمد نبي د يو ورځينو لوبو په الرونډرانو کې لومړی ځای لري.