کرېکټ: پنځه افغان لوبغاړي د "پاکستان سوپر لیګ" سیالیو کې واخیستل شول

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدراڼ او قیس احمد د پاکستان سوپر لیګ سیالیو لپاره اخیستل شوي دي

د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې څلور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، قيس احمد او نور احمد لکڼوال اخيستل شوي دي.

د پاکستان د کورني کرېکټ شپږم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ، پېښور زلمي لوبډلې مجيب الرحمان ډايمنډ کټګورۍ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ کې او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې قيس احمد په سېلور کټګورۍ کې پېرلي دي.

د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ جوړې شوې دي چې تر ټولو ګران بيه يې پلاټينم ده ورپسې ډايمنډ او درېيمه ګټګوري ګولډ يا سره زره ده .

مخکې هم ځينې افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ کې لوبېدلي وو خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي اړيکو خرابوالي له امله دغه لړۍ وشلېده او تېرو کلونو کې کوم لوبغاړی په دې ليګ کې ونشوی لوبېدلی.

د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی چې ایا دا ځل د ملي لوبډلې لوبغاړي د دوی په اجازه او همغږۍ د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لوبېږي او که څنګه.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو د تېر کال ټولې لوبې په پاکستان کې دننه وشوې.

مجیب

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi

د عکس تشریح، مجیب ځدراڼ د پېښور زلمي لوبډلې لخوا اخیستل شوی دی

د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټيد، کوټه ګل‌‌‌‌ډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.

د پېښور زلمی لوبډلې له مجيب الرحمان سربېره د سویلي افريقا تېز توپ وهونکی ډېوېډ مېلر، د انګلنډ ثاقب محمود او روي بوپارا ترڅنګ پاکستاني لوبغاړي هم اخيستي دي.

بل لور ته دوشنبه د اسټرلیا کرېکټ غوره لیګ (بیګ باش) سیالو کې د افغانستان د راشد خان وروستۍ لوبه ده. اډلېډ سټرایکرز لوبډلې چې راشد خان ورسره لوبېږي خبر ورکړی چې هغه به نن د مېلبورن سټارز لوبډلې پر وړاندې له لوبې وروسته خپلې ملي دندې ته وروګرځي.

ټاکل شوې چې افغان کرېکټ ملي لوبډله له ایرلنډۍ لوبډلې سره په عربي اماراتو کې د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی محمد نبي هم چې په بګ باش سیالو کې لوبېده، وړمه ورځ یې دغه سیالۍ پرېښودې او اوس په متحده عربي اماراتو کې له ملي لوبډلې سره یو ځای شوی. افغان لوبډله اوس په عربي اماراتو کې راتلونکو سیالیو ته په چمتوالي بوخته ده.