کرېکټ: د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ پيلېږي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان کرېکټ سوپرليګ يا پي اېس اېل اووم کال سيالۍ پنجشنبې (۲۷ جنوري) په کراچۍ کې پیلېږي. ټاکل شوې لومړی لوبه د کراچي کېنګز او ملتان سلطانز تر منځ ترسره شي.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم چې د کراچي کېنګز مشري کوي تېر کال يې په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو ډېرې برياوې لرلې. محمد رضوان چې په شل اوریزو لوبو کې يې تر ټولو ډېرې منډې کړې د ملتان سلطانز په مشرۍ د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

ټاکل شوې په کراچۍ کې ۲۵ سلنه نندارچيان لوبغالي ته د ننوتلو اجازه ولري په داسې حال کې چې په لاهور کې د نندارچيانو شمېر وروسته ټاکل کېږي.

د پاکستان تېز بالر شاهين شاه اپريدی به د لاهور قلندرز لوبډلمشر وي. د کوټې ګلډييټرز مشري به بيا سرفراز احمد کوي.

د پېښور زلمي لوبډلې مشري د وهاب رياض او د اسلام اباد يونايټېډ د شاداب خان پر غاړه ده.

د پاکستان سوپر لیګ سږنيو سیالیو کې ګدون لپاره د بېلابېلو لوبډلو له خوا غوره شوي بهرني لوبغاړي او روزونکي هم پاکستان ته رسېدلي دي.

دې سياليو کې هم افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، او نور احمد لکڼوال اخيستل شوي دي.

د پاکستان د کورني کرېکټ اووم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ، اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګوربز او کوټه ګلډيېټرز نور احمد پېرلي دي.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو سږ کال یو ځل بيا په پاکستان کې دننه پلان شوې دي.

د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټيد، کوټه ګلډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.