کرېکټ: پېښور زلمیانو د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په پایلوبه کې د پېښور زلمیانو لوبډلې کوېټه ګلډییټرز ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه او له دې سره یې د سږ کال اتلولي وګټله.
دغه پایلوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي ول.
د پېښور زلمو لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکل شویو ۲۰ آورونو کې یې په ۶ وېکټو ۱۴۸ منډې وکړې.
کامران اکمل تر ټولو ډېرې ۴۰ منډې وکړې.
افغان لوبغاړی محمد اصغر هم ښه وځلېد او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ځواب کې د کوېټه ګلډییټرز پیل ښه نه و او په لومړیو څو آورونو کې یې په اسانۍ وېکټې له لاسه ورکړې.
امجد شهزاد که څه هم د کوټې هیلې بېرته را ژوندۍ کړې خو د پېښور زلمیانو چا ته د منډو جوړولو فرصت ورنه کړ.
د زلمو لپاره محمد اصغر درې او وهاب ریاض دوه وېکټې واخیستې.
د پېښور زلمیانو له لوري لوی هدف ټاکلو کې د لوبډلمشر ډېرن سامي لوی لاس و. نوموړي وروستیو اوورونو کې یوازې د ۱۱ توپونو بدل کې ۲۸ منډې تر لاسه کړې.
په پای کې د کوېټه ګلډییټرز ټوله لوبډله په ۹۰ منډو وسوځېده او پېښور زلمیانو دا لوبه په ۵۸ منډو وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images
کامران اکمل چې نیمه پایلوبه کې یې سلیزه بشپړه کړې وه، نن هم ښه وځلېد او د شپږو څلوریزو په مټ یې ۴۰ منډې جوړې کړې.
کامران اکمل ته د ښه کیپیر یا توپ نیونکي ۲۰ زره ډالره جایزه هم ورکړل شوه.
ده ته د دې تر څنګ د ښه توپ وهونکي او د ټول لیګ غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوېټه ګلډییټرز له لوري ریاض امرت درې، حسان خان دوه او محمد نواز یوه وېکټه تر لاسه کړه.
دا دویم ځل دی، چې کوېټه ګلډییټرز په پایلوبه کې له ماتې سره مخامخ کېږي. تېر ځلې دوی د اسلام اباد یونایټیډ له لوري ماتې سره مخ شوي ول.
د پایلوبې لپاره لاهور ته له سفر نه د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو له انکار وروسته کوېټه ګلډیېټرز لوبډله کې شان ارون، ریاض امرت، مورني وین ویک او انعام الحق شامل کړل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images








