پاکستان سوپرلیګ: پنځه بهرنیو لوبغاړو پایلوبه کې له ګډونه انکار کړی

روسو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسو پنځم بهرنی لوبغاړی دی، چې د سوپرلیګ پایلوبو کې یې له ګډونه انکار کړی.

د کویټه ګلډیټرز لوبډلې پنځو بهرنیو لوبغاړ د پاکستان سوپر لیګ پایلوبو کې د امنیتي اندېښنو له کبله له ګډونه انکار کړی، چې د مارچ پر پنځمه نېټه به لاهور کې وشي.

دغو لوبغاړو کې د انګلستان کیون پیټرسن، لیوک رایټ، ټایمل ملز د سویلي افریقا رایلی روسو او د نیوزلانډ نیتھن میککلم او شامل دي.

بل لور ته د پاکستان سوپر لیګ مشر نجم سیټهي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د پایلوبې دواړو لوبډلو کې به څلور، څلور بهرني لوبغاړي برخه ولري.

د بي بي سي خبریال وايي، پیټرسن، رایټ، ملز او میککلم د سې شنبې پر شپه دغه اعلان کړی او پېټرسن له لومړۍ اف لوبې وروسته انګلستان ته ستون شو.

رایلي روسو د چهارشنبې پر ماښام یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې لاهور ته نه ځي.

نوموړي ویلي: هغه خلک چې تر اوسه زړه نا زړه دي، زه په نه زړه وایم، چې زه پایلوبه کې برخه نه اخلم.

ټویټر پیغام

د عکس سرچینه، Twitter

کویټه ګلډیټرز به اوس د خپلو پنځو بهرنیو لوبغاړو له انکاره وروسته د پایلوبې لپاره له هغه نوملړه لوبغاړي ټاکي، چې پاکستان کرېکټ بورډ فرنچایز څښتنانو ته سپارلی.

کویټه ګلډیټرز په لومړۍ اف لوبه کې پېښور زلمو ته په یوه منډه ماتې ورکړې او پایلوبې ته یې لار موندلې.

د پاکستان سوپر لیګ درېیو بهرنیو کمنټري کونکو وار له مخه لاهور ته له سفره انکار کړی.

اوس به د دغې سیالۍ کمنټري رمیز راجا، بازیدخان او وقاریونس کوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، د کیون پیټرسن تر څنګ لیوک رایټ، ټایمل ملز او د نیوزلانډ نیتھن مککلم هم لاهور ته نه ځي