پاکستان سوپر لیګ درغلیو قضیه: بریتانیا کې دوه کسان نیول شوي

.

د عکس سرچینه، AFP

د بریتانیا جرمونو ضد ملي ادارې په نړیوال کرېکټ کې د ټګیو برګیو لړ کې د دوو کسانو نیول تایید کړي دي.

ویل کېږي دغه کسان د پاکستان سوپرلیګ کرېکټ سیالیو کې د درغلیو په تړاو نیول شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي وايي د نیول شویو کسانو عمرونه د ۳۰ او ۴۰ کلونو تر منځ دي او د فبرورۍ میاشتې پر ۱۳ نیول شوي دي.

د دغې ادارې چارواکو ویلي نیول شوي کسان د ضمانت بدل کې د اپریل میاشتې پورې خوشي شوي دي.

د نیول شویو کسانو پېژندګلوي نه ده پر ډاګه شوې او دا هم نه دي ویل شوي، چې د کوم هېواد اوسېدونکي دي، خو د ادارې په وینا دوی د روانو پوښتنو، ګروېږنو لړ کې له پاکستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ له نړیوالې شورا د درغلیو مخنیوي څانګو سره په شریکه کار کوي.

د این سي اې په خبره پاکستان کرېکټ بورډ دې لړ کې په خپله هم څېړنه کوي او پایله کې یې درې لوبغاړي له رسمي لوبو منع کړي دي.

.

د عکس سرچینه، AFP

له دې مخکې پاکستان کرېکټ بورډ له قیمار وهونکو سره د اړیکو په تور د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې دوه لوبغاړي شرجیل خان او خالد لطیف له سیالیو منع کړي دي او د سپیناوي غوښتنه یې ترې کړې.

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو په وینا دغه دواړه لوبغاړي یې له هغه وروسته له لوبو وایستل، چې د قیمار وهونکو له یوې شبکې سره یې د اړیکو په اړه معلومات تر لاسه کړل.

د چارواکو په وینا دغې شبکې هڅه کوله د لوبو پایلې په خپله خوښه بدلې کړي. د دې تر څنګ پاکستان کرېکټ بورډ پر یوه پخواني اوپنر ناصر جمشید هم موقت بندیز لګولی.

د دغو دریو لوبغاړو تر څنګ د چټک توپ اچوونکي محمد عرفان په اړه هم څېړنه کېږي.