پاکستان سوپرلیګ: کویټه ګلډیټرز پایلوبې ته لار ومونده

د عکس سرچینه، PSL
د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې له یوې سختې سیالۍ وروسته کویټه ګلډیټر پېښور زلمو ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل. په وروستي اوور کې پېښور زلمو اوو منډو ته اړتیا درلوده، خو دوی وتوانېدل یوازې پنځه منډې جوړې کړي.
له دې مخکې د کویټه ګلډیټر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې د د اوو لوبغاړو سوځېدو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې وې.
د پېښور زلمیانو له لوري محمدحفیظ او ډېوېډ میلان د بېټینګ برخه کې ښه وځلیدل.
دوی د دریم ویکټ ملګرتیا کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او دواړو خپلې نیمه سلیزې هم بشپړې کړې.

د عکس سرچینه، PSL
د کویټه ګلیډیټر له لوري احمد شهزاد ۷۱ او پېټرسن ۴۰ منډې جوړې کړې.
د پېښور زلمیانو له لوري شاهد اپریدي خورا په زړه پورې لوبه وکړه.

د عکس سرچینه، PSL
نوموړي د لوبې ۱۴ اوور کې یوازې دوې منډې ورکړې. ۱۳ اوور کې کویټه ګلډیټرز شپږ منډې تر لاسه کړې.

د عکس سرچینه، PSL
د پېښور زلمیانو لوبډلمشر ډېرن سیمي له پچې ګټلو وروسته وویل هڅه به وکړي، چې د کویټه ګلډیټر لوبغاړو ته د ډېرو منډو فرصت ور نه کړي.
د دغې لوبې ګټونکې لوبډله پایلوبې ته لار مومي. بایلونکې لوبډله به یو فرصت بل هم ولري، چې د دویم پلې اف لوبې له ګټونکې لوبډلې سره به درېیمه پلې اف لوبه کې پایلوبې ته د رسېدو لپاره سیالي وکړي.








