پېښور زلمیانو له سختې سیالۍ وروسته کویټه ګلیډیټرز ته ماتې ورکړه

د ویډیو تشریح، اصغر:‌ له نننۍ بریا ډېر خوشحاله یوو او هڅه کوو نیمه پایلوبو ته ووځو

د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې پېښور زلمیانو له یوې سختې لوبې وروسته کویټه ګلیډيټرز ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه.

دې سره پېښور زلمو دغه لړۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

دغه لوبې متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

د لوبې بهیر کې یو مهال داسې معلومېده، چې د پېښور زلمو لپاره به د کوچني هدف ' ۱۳۹ منډو ' ته رسېدل اسان نه وي، خو د شاهد اپريدي ۴۵ منډو په مرسته دغه لوبډله وتوانېده په وروستي اوور کې بریا ته ورسېږي.

د پېښور زلمو لپاره حالت هغه مهال ستونزمن شو، چې د اوپنرانو له ۳۸ ګډو منډو وروسته یې د دوو منډو بدل کې پنځه لوبغاړي وسوځېدل.

خو له هغه وروسته د شاهد اپریدي او محمد حفیظ تر منځ د ۳۷ منډو ملګرتیا یو ځل بیا د پېښور زلمو مړژواندې هیلې راژوندۍ کړې، چې ډېر دوام یې و نه کړ او ټایمل ملز له ۲۲ منډو جوړولو وروسته محمد حفیظ له میدانه بهر کړ.

له هغه وروسته د دغې لوبډلې تکیه پر خپل پخواني کپتان شاهد اپريدي وه او اپریدي هم خپل ملګري ناهیلي نه کړل.

د اپریدي لوبډلې په وروستي اوور کې اوو منډو ته اړتیا درلوده، چې په دوو پرلپسې توپونو څلوریزو وهلو سره اپریدي دغه هدف تر لاسه کړ.

محمد اصغر

د عکس سرچینه، PSL

د عکس تشریح، د پېښور زلمیانو محمد اصغر غوره لوبغاړی وټاکل شو

له دغې لوبې وروسته پېښور زلمو او کویټه ګلیډیټرز خپلې ټولې لوبې وکړې.

دواړه لوبډلې نهه پواینټونه لري، خو د لوړ رن رېټ له کبله پېښور زلمي په دغه لړۍ کې لومړی ځای لري.

سبا به د دغو سیالیو لړ کې د راونډ لوبو وروستۍ هغه د کراچۍ کنګز او اسلام اباد یونایټیډ تر منځ وي.