پېښور زلمیانو د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

پېښور زلمي

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، پېښور زلمي به پایلوبه کې له کویټه ګلډیټر سره مخامخ شي

پېښور زلمیانو د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې کراچۍ کنګز ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه. دې سره پېښور زلمیانو د پي ایس ایل سیالیو پایلوبې ته لار وموندله. د دغو سیالیو پایلوبې به د روانې مارچ میاشتې په پنځمه نېټه د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سره کېږي.

د کراچۍ کنګز کپتان کومارا سنګاکارا د لوبې پچه وګټله او پېښور زلمیانو ته یې د لوبې پیلولو بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز د ۱۸۲ منډو هدف ته رسېدو لړ کې اووه وېکټونه له لاسه ورکړل او ۱۵۷ منډې یې جوړې کړې.

د کراچۍ کنګز له لوري کرس ګیل او کییرن پولارډ دوه داسې لوبغاړي وو، چې د یادوونې وړ منډې یې وکړې.

.

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، کریس ګیل د څلوېښتو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د کراچۍ کنګز له لوري بابر اعظم او کرس ګیل لوبه پیل کړه، خو دویم اوور کې بابراعظم له یوې منډې جوړولو وروسته د کرس جورډن په توپ وسوځېد.

د کراچۍ کنګز دویم لوبغاړی سنګاکارا و، چې ۱۶ منډې یې جوړې کړې. له هغه وروسته کرس ګیل له ۴۰ منډو سره، روي بوپاره له شپږو منډو سره، کییرن پولارډ له ۴۷ منډو سره او عماد وسیم له ۲۴ منډو سره یو په بل پسې وسوځېدل.

د پېښور زلمیانو کرس جورډن او وهاب ریاض درې، درې او محمد حفیظ یو لوبغاړی وسوځاوه.

سنګاکارا

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، سنګاکارا له ۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېد

د لوبې پچه کراچۍ کنګز وګټله او پېښور زلمیانو ته یې د لوبې پیلولو بلنه ورکړه.

پېښور زلمیانو په ټاکلو شلو اوورنو کې د درېیو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې.

ډېوېډ میلان د پېښور زلمیانو لومړنۍ لوبغاړی و، چې د ۳۶ منډو له جوړولو وروسته هغه مهال وسوځېد، چې د لوبډلې ټولټال منډې ۹۷ وې.

د پېښور زلمیانو کامران اکمل د ۶۰ توپونو له لوبولو ورسته سلیزه بشپړه کړه. د امنیتي اندېښنو له کبله یو شمېر بهرنیو لوبغاړ د لاهور پایلوبې کې له ګډون کولو انکار کړی دی.

کامران اکمل له ۱۰۴ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

په همدې وروستي اوور کې شاهد اپریدی د پېښور زلمیانو درېیم او وروستی لوبغاړی و، چې بې له کومې منډې وسوځېد.