د حضرت الله ځاځي نوی رېکارډ؛ پېښور زلمو لپاره یې په ۱۷ توپونو پنځوسیزه وکړه

zazai

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې اوپنر حضرت الله ځاځي سې شنبه د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) کرېکټ سیالو کې د پېښور زلمو لپاره د (کراچي کنګز) لوبډلې پر وړاندې یوازې په ۱۷ توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه.

دا په دې سیالیو کې د تر ټولو چټکې پنځوسیزې شریک رېکارډ دی. تر دې وړاندې کامران اکمل او آصف علي هم توانېدلي چې په یادو سیالیو کې په ۱۷ توپونو پنځوسیزې وکړي.

یاده دې وي‌ چې دا د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د حضرت الله ځاځي لومړنړۍ لوبه هم وه.

نوموړي ټولټال یوازې په ۲۶ توپونو ۶۳ منډې وکړې، چې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې هم پکې وې.

د نوموړي همدې چټکو منډو په مرسته د پېښور زلمو لوبډله وتوانېده چې د کراچي کنګز لخوا د ۱۰۸ منډو کوچنی هدف یوازې په ۱۱ اورونو کې پوره کړي.

حضرت الله ځاځی د خپلې شاندارې توپوهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

"خوشحاله وم چې پېښور زلمو واخیستم"

ځاځی

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi

تر لوبې وروسته حضرت الله ځاځي خپله مرکه کې وویل، په دې خبره ډېر خوشحاله و چې د سږنیو لوبو لپاره د پېښور زلمو لوبډله کې واخیستل شو.

نوموړي وویل: "د تمرین پر مهال مې لوبه ښه وه. روزونکو او لوبغاړو هم ډاډ راکړ. همدا لامل و چې په ډاډه زړه مې لوبه وکړه. زما د تېزو بالرانو پر وړاندې لوبه خوښېږي. خو په دې وروستیو کې مې د سپېنرانو پر وړاندې هم ښه لوبه کړې".

پېښور زلمو د پاکستان سوپر لیګ سږنیو سیالیو کې تر دې دمه ۹ لوبې کړې دي، ۵ یې ګټلې دي‌ او ۴ یې بایللې دي.

په دې توګه پېښور زلمي دا مهال له لسو نُمرو یا پاینټونو سره د دې سیالیو په جدول کې له (اسلام اباد یونایټډ) وروسته دویم ځای لري.

یاده دې وي چې د (پي اېس اېل) سږنیو سیالیو کې پر حضرت الله ځاځي سربېره راشد خان او د افغانستان د ملي لوبډلې او ځوانانو د لوبډلې یو شمېر نور لوبغاړي هم بېلابېلو لوبډلو ته لوبېږي.

راشد خان هم، چې د لاهور قلندرز لپاره لوبه کوي، سږنیو سیالیو کې ښه ځلېدلی او تر دې دمه دوه ځله د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

د پاکستان سوپر لیګ روانې سیالۍ په تېره مارچ میاشت کې پاکستان کې پیل شوې وې.

خو وروسته په هغه هېواد کې د کورونا وبا خپرېدو له کبله دا سیالۍ ودرول شوې او اوس له نږدې درې میاشتنی ځنډ وروسته په متحده عربي اماراتو کې بېرته پیل شوې دي.