کرېکټ غوره لیګ کې د حضرت الله ځاځي دوه رېکارډونه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان توپ وهونکي حضرت الله ځاځي د کرېکټ شل اوریزو لوبو کې په ۱۲ توپونو د تر ټولو چټکې پنځوسیزې نړیوال رېکارډ برابر کړ.
نوموړی همدا رنګه لومړی افغان لوبغاړی شو چې په یوه اوور کې ۶ شپږیزي وهي، چې یو بل رېکارډ دی.
حضرت الله ځاځي د یکشنبې پر ورځ د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ لوبه کې د بلخ پر وړاندې یوازې په ۱۲ توپونو خپله پنځوسیزه بشپړه کړه.
نوموړي همدا رنګه د عبدالله مزاري په یوه اور کې ۶ شپږیزې هم ووهلې.
خو د نوموړي له دې هڅو سره سره کابل ځوانانو بیا هم دا لوبه په ۲۱ منډو وبایلله.
کرېکټ کې کارنامه
دي هندو ورځپاڼې هم د حضرت الله ځاځي په زړه پورې لوبې او په یوه اور کې د شپږو شپږیزو په اړه یو مطلب خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي، په دې بریا سره ځاځي یوه داسې کارنامه وکړه چې ډیره لږ کرېکټ کې پیښیږي.
تر دې وړاندې د هند یوراج سېنګ او د وېسټ انډیز کرېس ګېل هم په شل اوریزو لوبو کې په ۱۲ توپونو پنځوس منډې پوره کړې وې.
یوراج سېنګ همدا رنګه په یوه اور کې د ۶ شپږیزو رېکارډ هم لري، او د سویلي افریقا هرشل ګېبز هم توانېدلی چې په یوه اور کې ۶ شپیږیزې ووهي.

د عکس سرچینه، ACB
د دې لوبې پچه بلخ وګټله او لومړی یې خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
کرېس ګېل ۸۰، دروېش رسولي ۵۰ او موناویره ۴۶ منډې وکړې او په دې توګه بلخ لوبډله وتوانېده چې خپلو شلو اورونو کې ۲۴۴ منډې وکړي.
د کابل ځوانانو لپاره هدف خوار لوی و، خو تر هغې چې حضرت الله ځاځی پر وېکټه ولاړ و داسې ښکارېده چې بریا به د کابل شي.
خو نوموړی په شپږم کې په داسې حال کې وسوځېد چې یوازې په ۱۷ توپونو یې ۶۲ منډې کړې وې.
تر ده وروسته د کابل ځوانانو پاتې توپ وهونکي تر ډېره پر وېکته پاتې نشول، او په پای کې یې په خپلو شلو اورونو کې یوازې ۲۲۳ منډې وکړای شوې او بلخ په دې توګه دا لوبه په ۲۱ منډو وګټله.
هېره دې نه وي چې حضرت الله ځاځي د همدې سیالیو په یوه بله لوبه کې د ننګرهار پر وړاندې هم ښه توپ وهنه کړې وه او یوازې په ۵۵ توپونو یې ۱۲۴ منډې جوړې کړې وې.

د عکس سرچینه، ACB
د پکتيا لوبډلې ننګرهار ته ماته ورکړه
یکشنبې ورځې په دویمه لوبه کې پکتیا ننګرهار ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
پچه ننګرهار وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. خو پیل یې ډېر ښه نه و او نجیب ترکی یوازې په یوه منډه وسوځېد.
که څه هم رحمت شاه د ننګرهار لپاره ۳۲ منډې وکړې خو پاتې لوبغاړي یې تر ډېره پر وېکټه پاتې نشول.
په پای کې د ننګرهار ټوله لوبډله په ۲۰ اورونو کې په ۱۲۶ منډو وسوخېده.
د پکتیا توپ اچوونکو کې ضیا الرحمن ۳ وېکټې واخیستې.
پکتیا خپله پاڼۍ ښه پيل کړه او محمد شهزاد او احسان الله جنت په پيل کې د ۶۸ منډو ملګرتیا وکړه. شهزاد تېزه لوبه وکړه او یوازې په ۲۴ توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه.
احسان الله جنت هم په ۱۴ منډو ۲۵ منډې وکړې.
په پای کې پکتیا د ۱۲۷ منډو هدف په ۱۵ اور کې په دريو وېکټو پوره کړ.











