کرېکټ غوره لیګ: بلخ له کابل او ننګرهار له کندهار لوبه وګټله

افغانستان پرېمیر ليګ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، لوبډلمشر راشد خان له ایل جي ایوان سره په خورا شانداره ګډه لوبه کې ۹۶ منډې وکړې
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو درېيمه لوبه چې د بلخ لېجنډز او کابل ځوانانو تر منځ وشوه، بلخ لېجنډز په اتو وېکټو وګټله.

د کابل ځوانانو او بلخ لېجنډز تر منځ لوبه کې پچه د بلخ لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی یې د بالېنګ یا توپ اچوونې پرېکړه وکړه. دوی بلخ ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه. بلخ ټاکلی هدف په ۱۹ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

حضرت الله ځاځی د دغې لوبې لومړنۍ لوبغاړی و، چې له ۷ منډو سره افتاب عالم له میدانه بهر کړ.

د کابل دویمه وېکټه محمد نبي تر لاسه کړه، چې له ۱۱ منډو سره یې لووک رونچي وسوځاوه. د میرویس اشرف په توپ ګلبدین نایب د کولن انګرام کېچ ونیو او له نهو منډو سره یې له لوبې بهر کړ. د پنځلسم اوور تر پایه کابل ایله څه باندې سل منډې جوړې کړې وې او نیمايي لوبغاړي یې له میدانه بهر و، خو له هغه وروسته راشدخان او لووري ایوانز د لوبې بڼه بدله کړه.

لوبډلمشر راشد خان له ایل جي ایوان سره په خورا شانداره ګډه لوبه کې ۹۶ منډې زیاتې کړې او د منډو شمېر یې ډېر کړ.

ایوان له پرون راهیسې دویمه نیمه سلیزه بشپړه کړه او د څلورو شپږیزو او څلورو څلوریزو په مرسته د ۶۴ چټکو منډو له جوړولو وروسته د افتاب عالم په توپ بولډ وسوځېد او راشدخان له ۵۶ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. راشد خان پنځه شپږیزې او درې څلورېزې ووهلې.

افغانستان پرېمیر ليګ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د بلخ له لوري عثمان غني او کولن منرو لوبه پرانیسته او منرو له اوو منډو موندلو وروسته لومړنی لوبغاړی و، چې د راشدخان په توپ له میدانه بهر شو

د بلخ له لوري عثمان غني او کولن منرو لوبه پرانیسته او منرو له اوو منډو موندلو وروسته لومړنی لوبغاړی و، چې د راشدخان په توپ له میدانه بهر شو.

د بلخ دویم لوبغاړی عثمان غني و، چې د مسلم مصطفی په توپ ایل جې اېوانز کچ اوټ کړ او ۴۰ منډې یې جوړې وې.

د بلخ بریا کې له ۷۸ منډو سره د ریان ټین او له ۳۸ منډو سره روي بوپارا رول خورا مهم و، چې دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.

راشدخان، حضرت الله ځاځی، لیوک رونچي، جاوید احمدي کولن انګرام، لوري ایوانز، شاهدالله، مسلم موسی، وایني پارنیل، فرید ملک او ظاهر شهزاد د کابل ځوانان لوبډلي غړي دي او محمد نبي، عثمان غني، کولن مونرو، روي بوپارا، ریان ټین، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب، میرویس اشرف، بین لوغلین او افتاب عالم د بلخ لجنډز لوبډلې ملګري دي.

پرون جمعه اکتوبر پنځمه د افغانستان کرېکټ غوره لیګ لومړۍ لوبه کې کابل ځوانانو پکتیا لوبډلې ته په درېیو وېکټو ماته ورکړه او د بلخ لوبډلې لپاره نننۍ لوبه د لړۍ لومړنۍ لوبه وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

د عکس تشریح، لوبه د شارجه په کرېکټ نړیوال لوبغالي کې وشوه

ننګرهار لېپرډز له کندهار نايټز لوبه وګټله

د افغانستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو دویمه لوبه چې د کندهار نایټز او ننګرهار لیپرډز تر منځ وشوه، ننګرهار لیپرډز په شپږو وېکټو وګټله. لوبه د متحدو عربي اماراتو شارجې په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه د کندهار لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دوی د ټولو شلو اوورنو له لوبې وروسته نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۹ منډې یې ټولې کړې.

ننګرهار بیا د ۱۴۰ منډو هدف داسې حال کې پوره کړ، چې نهه توپونه یې لا پاتې وو. د کندهار له لوري کریم جنت تر ټولو ډېرې ۳۹ منډې، کیون اوبرین ۲۲، نجیب ځدراڼ ۱۷ او پاول سټرلینګ ۱۸ منډې وکړې.

د ننګرهار لوبډلمشر بین کټینګ تر ټولو ډېرې پنځه ويکټې واخیستې. مجیب ځدراڼ، نوین الحق، ظاهرخان او رحمت شاه یوه - یوه وېکټه تر لاسه کړه.

د ننګرهار له لوري نجیب تره کي ۳۲ جانسن چارلس ۳۰ منډې وکړې او حشمت الله شهیدي له ۲۶ او شفیق الله شفق له ۳۵ منډو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

د ننګرهار لپرډز لوبډله کې اندري رسل، تمیم اقبال، مجیب الرحمان، بین کټینګ، شفق الله شفق، نجیب تره کی، میشل مکلینګهم، مشفق الرحمان، محمد حفیظ، رحمت شاه، نوین الحق، ظاهرخان، سندیپ لمیچن، فضل حق، عمران جنت، نصرت الله قریشي، خیبر عمر، ابراهیم ځدراڼ او فضل نیازی او دغه راز د کندهار لوبډله کې برېنډون مکلم، وهاب ریاض، اصغر افغان، پاول سټېرلینګ، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، تایمل میلز، سام بیلینګز، افتخار احمد، امیر حمزه، کریم صادق، سید شیرزاد، محمد نوید، وقار، عبدالباقي، وحید شفق، وقارالله اسحاق او ناصر جمال شامل دي.

د دغې لړۍ درېمه لوبه به له ځايي مهال سره سم نن مازدیګر د کابل ځوانان او بلخ لیجنډز تر منځ وشي. د کابل ځوانان له دې مخکې هم یوه لوبه کړې او د بلخ لپاره به دغو سیالیو کې دا لومړنۍ لوبه وي.

پرون جمعه اکتوبر پنځمه د افغانستان کرېکټ غوره لیګ لومړۍ لوبه کې کابل ځوانانو پکتیا لوبډلې ته په درېیو وېکټو ماته ورکړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

پکتیا لومړی بټېنګ وکړ او ۲۱۸ منډې‌ یې وکړې او کابل ځوانانو دا هدف په وروستي اوور کې پوره کړ. دغو سیالیو کې به ټولټال ۲۳ لوبې وشي، چې دوې به یې نیمه پایلوبې او یوه به یې پایلوبه وي.

له ټولو پنځو لوبډلو به څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته ووځي او بیا به دوې لوبډلې د اکتوبر پر ۲۱ مه نېټه پایلوبې ته ورسېږي.