د افغانستان کرېکټ غوره لیګ سیالیو پیل

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د ګلبهار افغانستان کرېکټ غوره لیګ 'اې پي اېل ' شل اوریزې سیالۍ نن 'جمعه اکتوبر پنځمه ' د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې.
د پرانیستې مراسمو کې لوبډلمشرانو اصغر افغان، راشد خان، محمد نبي، شهزاد محمدي او بین کټنګ د سیالیو بریا تمه څرګنده کړه او د نن لومړنۍ لوبه د کابل ځوانانو او پکتیا پنتر لوبډلو ترمنځ ده.
سبا اکتوبر شپږمه به دوې لوبې وي، چې یوه به د ننګرهار لپهرډز او کندهار نایټز تر منځ او بله به هم د کابل ځوانان او بلخ لجنډز تر منځ وشي.
که څه هم افغانستان له دې مخکې په کور دننه د دغه ډول لوبو یوه بڼه درلوده، چې شپږیزه بلل کېده، خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان له هېواده بهر او د ګڼو نړیوالو لوبغاړو له ګډون سره په پراخه کچه غوره لیګ سیالۍ کوي.
اې پي ایل کې پنځه لوبډلې برخه لري، چې کندهار نایټز، بلخ لجنډز، ننګرهار لپهرډز، پکتیا پنترز او کابل ځوانان نومېږي.
ګڼ شمېر نړیوال کرېکټ ستوري په دغه لیګ کې برخه اخلي، چې برېنډن مېک کلم، اندري رسل، کرېس ګېل، شاهد اپریدی او د اماراتو چټک بالر محمد نوید هم پکې شامل دي.
دغو سیالیو کې به ټولټال ۲۳ لوبې وشي، چې دوې به یې نیمه پایلوبې او یوه به یې پایلوبه وي. له ټولو پنځو لوبډلو به څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته ووځي او بیا به دوې لوبډلې د اکتوبر پر ۲۱ مه نېټه پایلوبې ته ورسېږي.
افغان لوبغاړو کې د ملي لوبډلې، الف لوبډلې، ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې او دغه راز د اکاډيمۍ لوبغاړي هم شته چې ځینې یې لومړی ځل دغسې پراخو سیالیو کې ګډون کوي.

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
ماهرین د اې پي ایل سیالۍ د تجربې او عاید دواړو له پلوه افغان لوبغاړو ته ګټورې بولي. د دوی په اند افغان لوبغاړي به دغو سیالیو کې د نړۍ له خورا وتلیو لوبغاړو سره د لوبې تجربه وکړي او دغه راز د کرېکټ او په تېره بیا د نورو هېوادونو غوره لیګ او کلبونو مسوولین چې دغه لوبې څاري د افغان لوبغاړو له وړتیاوو خبریږي.
که څه هم د راشد خان او محمد نبي په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي له دې مخکې د غوره لیګ په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو تجربه لري، خو دا به لومړی ځل وي، چې ګڼ افغان لوبغاړي به د خپل هېواد په دغه ډول لوبو کې د لوبېدو تجربه وکړي او دغه تجربه به راتلونکي کې هم له دوی سره پرمختګ کې مرسته وکړي.










