اسيا جام: هند پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ اسيا جام سياليو دويمه لوبه هند له پاکستان په پنځو وېکټو وګټله.

دغه لوبه چې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کېږي هند يې پچه وګټله او پاکستان ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې چې هند په وروستيو اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې.

د پاکستان لپاره محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۴۳ منډې وکړې. د ده تر څنګ افتخار احمد ۲۸، شهنواز دهاني ۱۶، فخر زمان ۱۰، او شاداب خان ۱۰ منډې وکړې.

د هند لپاره بوونېشور کومار څلور، هادرېک پانډیا درې، ارشديپ سېنګ دوې او اوېش خان يوه وېکټه واخيسته.

د توپ وهلو په برخه کې د هند وېراټ کوهلي ۳۵، روېندر جډېجا ۳۵ او هادرېک پانډيا ۳۳ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې د هند له لوري، روهت شرما، راهول، وېراټ کوهلي، سوريا کومار يادو، ډنېش کارتېک، هادېک پاڼډ‌يا، روېندرا جډېجا، بووېنېشور کومار، اوېش خان، يوزوېندر چاهل او ارشديپ سېنګ لوبېدل

بل پلو د پاکستان لپاره به د بابر اعظم په مشرۍ محمد رضوان، فخر زمان، افتخار احمد، خوشدل شاه، اصف علي، شاداب خان، محمد رضوان، نسيم شاه، حارث روف او شهنواز دهاني د سيالۍ ډګر ته راوتلي وو.

هند تر نورو لوبډلو قوي ښکاري، دې هېواد وړاندې هم اووه ځله د اسيا جام اتلولۍ ګټلې دي. خو پاکستان هم له پامه نه شي غورځول کېدی، دغه لوبډلې په شارجه او دوبۍ لوبغالو کې ګڼې سيالۍ کړې او د دې ځايونو له پېچونو او هوا سره بلده ده.

هند او پاکستان په خپلو تېرو پنځو سياليو کې څلور ګټلې او يوه يوه يې بايللې ده.

تېره ورځ په خبري کنفرانس کې د دواړو هېوادونو لوبډلمشرانو د پوره چمتوالي ټټر وهلی دی.