کرېکټ؛ افغانستان بنګله دېش ته د یوه ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه بایلوده

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
افغانستان له بنګله دېش سره د دریو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي وبایلله. دا لوبه د بنګله دېش په چټګانګ کې وشوه او کوربه لوبډلې په څلورو وېکټو وګټله.
د افغانستان لوبډلې له پچې یا ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د پنځوسم اوور پر لومړي بال یې د وروستي لوبغاړي په سوځېدو ټولټال ۲۱۵ منډې وکړې.
بنګله دېش په ځوابي لوبه کې دا هدف په ۴۸م اوور د شپږ لوبغاړو په زیان په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې اووه توپونه یې لا پاتې وو.
په لومړیو اوورونو کې د وېکټو له لاسه ورکولو وروسته بنګله دېش لوبډلې خورا محتاطانه لوبه وکړه او د مهدي حسن میراز له ۸۱ او عفیف حسین له ۹۳ منډو سره یې د منډو شمېر د بریا هدف ته تر رسېدو پورې لوړ کړ.
نجیب الله ځدراڼ د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې وکړې.
د ځوابي لوبې تر دریېم اوور پورې بنګله دېش ملي لوبډلې ۱۴ منډې کړې او دوې وېکټې یې له لاسه ورکړې.
له دې وروسته د بنګله دېش لوبډلې په خورا چټکۍ سره یو په بل پسې وېکټې له لاسه ورکړې او د نهم اوور تر پیله یې د ۳۳ منډو بدل کې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې.
له دې مخکې افغان لوبډلې د لوبې تر ۱۳ اوور پورې د رحمان الله ګوربز (۷ منډې) او ابراهیم ځدراڼ (۱۹) وېکټې له لاسه ورکړې او د ۲۰ اوور تر لوبې یې ټولټال ۷۵ منډې وکړې.
له دې وروسته رحمت شاه (۳۴) او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي (۲۸) هم له لوبې بهر شول او د ۳۲ م اوور تر لوبې افغانستان د ۴ وېکټو په زیان ۱۲۶ منډې درلودې.
ورپسې محمد نبي د۲۰، ګلبدین نایب د ۱۷، مجیب الرحمان او راشد خان د هېڅ یوې منډې له جوړولو وروسته وسوځېدل.
افغانستان د ۴۷ اوور په پای کې اته وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۱۰ منډې یې درلودلې.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي او یامین احمدزی د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په مشرۍ د نننۍ لوبې ډګر ته وتلي وو.
لیټون داس، شکیب الحسن، مشفیق الرحمان، یاسر علي، محمد الله، عفیف حسین، مهدي حسن میراز، شریف الاسلام، تسکین احمد او مستفیض الرحمان بیا د بنګله دېش له لوري د تمیم اقبال په مشرۍ له افغان سیالانو سره د نن لوبه وکړه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ لوبې؛ برلاسی څوک دی؟
ایمل پسرلی، بي بي سي، لندن
بنګله دېش په خپل کور په نژدې یوه لسیزه کې د یو ورځنیو لوبلړیو یوازې یوه بایللې ده. د چیټاګانګ پر پېچ بیا بنګله دېش تر اوسه شپږ یو ورځنۍ لوبې کړي چې یوازې انګلنډ په کې ماته ورکړې او نورې ټولې د کوربنې لوبډلې په ګته تمامې شوې دي.
د افغانستان لپاره به دا لوبلړۍ اسانه نه وي.
بنګله دېش پر له پسې لوبې کوي، لوبغاړي یې په ښه لوبیز دریځ کې دي. افغانستان بیا په تېرو ۱۴ میاشتو کې یوازې شپږ یو ورځنۍ لوبې کړي چې هغه هم د ایرلنډ او نېدرلنډز پر وړاندې وې. د هغوی دواړو پرتله د بنګله دېش لوبغاړي ډېره تجربه لري.
بنګله دېش تر اوسه ۳۸۸ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي دي چې په ۱۳۶ کې یې بری موندلی دی. افغانستان بیا تر اوسه ۱۳۲ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي دي او په ۶۵ کې یې بری خپل کړی دی.

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر اوسه اته نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شوې دي. په دغو لوبو کې بنګله دېش پنځه او افغانستان درې لوبې ګټلې دي.
به نړیوال جام کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ دوې لوبې شوې، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کال کې چې دواړه ځله بنګله دېش بریالی شوی و.
په اسیايي جام کې افغانستان د ۲۰۱۴ کال لوبه ګټلې وه خو په ۲۰۱۸ کې بنګله دېش ګټلې وه.
په لومړي ځل د دواړو هېوادونو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې وشوه چې دوه یو د کوربنې لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
د بنګله دېش له لورې د افغانستان په وړاندې تر ټولو ډېرې منډې لوبډلمشر تمیم اقبال کړي. دغه کیڼ لاسي د پیل لوبغاړي تر اوسه په پنځو لوبو کې د افغان بالرانو په وړاندې ۲۷۳ منډې خپلې کړې دي.
اوسني افغان کپتان حشمت الله شهیدي بیا د بنګالي بالرانو په وړاندې په شپږو لوبو کې ۲۲۶ منډې کړې دي.
یوازې تمیم اقبال د دواړو هېوادونو تر منځ یو ورځنیو لوبو کې سلیزه کړې ده. ده ۱۱۸ منډې کړې وې. د افغانستان له لورې تر ټولو ډېرې منډې پخواني کپتان اصغر افغان کړې وې چې ناسوځېدلې هغه يې ۹۰ وې.
اوسني لوبډلمشر حشمت شهیدي تر ټولو ډېرې پنځوسیزې کړې دي چې شمېر یې درو ته رسېږي.
په بالرانو کې د بنګله دېش شکیب الحسن ۱۸ او د افغانستان محمد نبي ۱۲ لوبغاړي سوځولي دي چې تر نورو بالرانو ډېرې وېکټې دي.
د دواړو هېوادونو تر منځ یوازې دوو لوبغاړو اته سره لوبې کړې دي چې دواړه د افغانستان اصغر افغان او محمد نبي و، نبي که په دې لوبلړۍ کې ولوبېده په یوازې سر به یې تر ټولو ډېرې لوبې په دې سیالۍ کې کړې وي.
تېرو ریکارډونو ته په پام د بنګله دېش تله په یو ورځنیو لوبو کې پر افغانستان درنه ده. خو په شل اووریزو لوبو کې افغانستان له شپږو څلور ګټلي او دوه یې بایللې دي. او په ټست لوبو کې یوه لوبه شوې چې د افغانستان په بری پای ته رسېدلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په روانه لوبلړۍ کې به د افغانستان ډېره تکیه د پخوا غوندې پر خپلو بالرانو وي. راشد خان، مجیب الرحمن او نوی تېز بالر فضل الحق فاروقي ته د ډېرو سترګې دي چې وبه ځلېږي.
په بټېنګ کې هم زلمي لوبغاړي رحمن الله ګوربز ته هیله ډېره ده. ده تر اوسه شپږ یو ورځنۍ لوبې کړي دي او دوې سلیزې لري.
د بنګله دېش به ډېره اتکا پر خپل تمیم اقبال او تجربه لرونکو لوبغاړو شکېب او مشفق الرحیم وي.
د بنګله دېش پر پېچونو عمومآ ورو بالران ښه ځلېږي، د منډو مخه نیسي. ډېر کله تر ۲۶۰ ډېرې منډې په کې نه کېږي.
د چټاګانګ په ظهور احمد چهودري لوبغالي کې د یو ورځنیو لوبو اوسط منډې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۶۶ وې. دې ته په پام شاید د بنګله دېش او افغانستان روانه لوبلړۍ هم د ډېرو منډو ریکارډونه مات نه کړي. که هرې لوبډلې لومړی منډې وکړې نو هیله به یې دا وي چې هدف یې تر ۲۵۰ منډو واوړي.













